ننګرهار کې بېوزله بزګرانو او مالدارانو سره د څه باندې درې میلیونه افغانیو نغدې مرسته وشوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۵
ننګرهار کې بېوزله بزګرانو او مالدارانو سره د څه باندې درې میلیونه افغانیو نغدې مرسته وشوه

۱۲ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۱ رَجَب المُرَجَّب ۱۴۴۶ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ دافغانستان د کلیو بیا ودانولو مؤسسې(آر،آر،اې،اې) په تخنیکي او د کورډیډ په مالي همکارۍ ددې ولایت یوشمېر بېوزله بزګرانو او مالدارانو سره د درې میلیونه او ۱۷۵ زره افغانیو نغدې مرسته وشوه.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې د ننګرهار په اچین، نازیان او بټي کوټ ولسوالېو کې ۲۵۲ هغو بېوزله او ناچاره بزګرانو او مالدارانو ته چې ځمکې یې کمه او د ګټې وټې بل مدرک ونلري مرسته وشوه.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې ددې مرستې په ترڅ کې هر بزګر سره ۱۲ زره او ۶۰۰ افغانۍ نغدې مرسته وشوه.
د افغانستان دکلیو بیا ودانولو ادارې مسؤل حاجي فضل الرحمن وویل، چې د یادو پیسو د وېش موخه د بزګرانو لاسنېوی او د خوړو خوندیتوب رامنځته کول دي.
نوموړي وویل، چې په راتلوونکي به نورو بېوزله کورنیو سره هم مرسته ترسره کړي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها