د ننګرهار دره نور کې د یوکانال او سربند رغنیزې چارې پیل شوې

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۲ - ۱۰:۲۰
د ننګرهار دره نور کې د یوکانال او سربند رغنیزې چارې پیل شوې

د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د دره نور ولسوالی د جنجپور منجینه کلي کې د اوبولګولو د یو کانال او سربند رغنیزې چارې پیل شوې.
ددې پروژې په پرانیست غونډه کې د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی محمد ولي محسن او یوشمېر نورو سیمه ییزو چارواکو ګډون درلود.
د يادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې رییسس مولوي محمد ولي محسن د کانال په جوړیدو خوښې وښوده او ویې ویل، چې دغه پروژې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې«یو،ان،ډي،پي» په مالي او د اکشن اېډ مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د درې میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په کې ۵۵۴ متره کانال او۲۲ متره سربند شامل دي. ښاغلی محسن د «یو،ان،ډي،پي»  او اکشن ايډ مؤسسې له مسئولينو مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه ترڅو په نورو ولسوالیو کې هم دا ډول پروژې پلې کړي.
دننګرهار د کرنې رییس مولوي محمد ولي محسن وويل: «دغه کانال دکرنې ریاست تر څارنې لاندې جوړېږي، چې د درنور ولسوالی په منجینه کلی کې به  نږدې څلور زره جریبه ځمکو ته د اړتیا وړ اوبو برابرولو ترڅنګ ۲۰۰۰ د سیمي خلکو ته د کار زمینه هم برابره شي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي او د سيمې زرګونه کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي.» نوموړي زیاته کړه، چې هڅه کوي ترڅو په نورو ولسواليو کې هم د کرنې، اوبو لګولو، بڼوالۍ او مالدارۍ په برخه کې ګټورې پروژې پلې کړي.
د ننګرهار د اقتصاد ریاست استازي مولوي نظیم ګل وويل، چې اداره يې ټولو سکتورونو ته پر وخت پروژې ور وپېژني، مؤسسو سره کاملاً همکاري لرو، له مؤسسو څخه يې د نورو پروژو پلې کولو او له ولس څخه د پروژو په ساتنه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې.
په همدې حال کې د اکشن اېډ مؤسسې رییس صفي الله خلیلزی د کرنې ریاست او اړونده ادارو له مسئولينو مننه وکړه، چې په چارو کې ور سره همکاري کوي.
ښاغلي خلیلزي وویل اکشن اېډ یاده پروژه د ننګرهار په لسو ولسوالیو کې د بڼوالۍ، پروسس،، بازارموندني، شنوخونو، کانالونو جوړولو او نورو برخو کې بزګرانو ته چوپړتیاوې وړاندې کوی.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۸
Background image

آغاز کمپاین ملی نهال‌شانی در ولایت بامیان

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
کمپاین ملی نهال‌شانی بهار سال ۱۴۰۵ تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری با همکاری مؤسسات همکار در ولایت بامیان رسماً آغاز شد.
این. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۱:۱
Background image

غرس بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار در ریاست زراعت غور

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری غور اعلام کرده است که در ادامه کمپاین نهال‌شانی و به مناسبت فرارسیدن سال جدید، بیش از ۸۰۰۰ قلمه چنار از سوی پرسونل این اداره غرس گردیده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۳۸
Background image

ختم دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم در ریاست زراعت دایکندی

۲۷ حوت ۱۴۰۴ هـ.ش
دورهٔ ترجمه و تفسیر قرآن کریم که از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و بخش دعوت و ارشاد آن ریاست به‌منظور ارتقای آگاهی دینی، تقویت درک مفاهیم و احکام اسلامی و ایجاد. . .

بازگشت به خبرها