مارجې ولسوالۍ کې د څارویو او کرنیزو درمل پلورنځیو څارنه وشوه  

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۱:۲۸
مارجې ولسوالۍ کې د څارویو او کرنیزو درمل پلورنځیو څارنه وشوه  

۶ مرغومې ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ جُمَادَى الثاني۱۴۴۶ه‍.ق
د هلمند ولایت مارجې ولسوالۍ کې د څارویو او کرنیزو درملو غیر مسلکي پېر او پلور مخنیوي لپاره د ځانګړي کمپاین په لړ کې له ګڼو درمل پلورنځیو څخه څارنه ترسره شوه.  
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لخوا په دغه کمپاین کې درمل پلورونکو ته د کرنیزو او څارویو درملو د پېر او پلور لپاره ځانګړې کړنلاره تشریح شوه. همداراز، سپارښتنه وشوه، چې په مېله بازارونو کې د درملو پېر او پلور بند کړي، که نه نو درمل به یې ضبط او عاملین به قانوني چلند سره مخ شي.  
په پلورنځیو کې تر وخت تېر او بې‌کیفیته درملو په موخه هم څارنه وشوه او د پلورنځیو مسؤلینو ته د جوازونو نوي کولو او نورو اړینو برخو اړوند مشخصې لارښوونې وشوې.  
د یادونې وړ ده، چې د دې پروسې موخه پر بزګرانو او مالدارانو د بې‌کیفیته، تر وخت تېر او بې‌جوازو درملو پلور مخنیوی و، ترڅو بزګران او مالداران زیانمن نه شي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS