ننګرهار کې ۲۰۰ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون واکسینونه پلي کېږي

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۰:۳۹
ننګرهار کې ۲۰۰ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د طاعون واکسینونه پلي کېږي

د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې له لورې ۲۰۰ زره وړو شخوند وهوونکو څارویو ته د ناروغیو مخنیوي په موخه تطبیق شي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد ولي محسن وویل، چې یاد واکسین د ننګرهار په ۱۷ ولسوالیو کې کوچې مالدارانو څارویو او نورو وړو شخوند وهوونکو څارویو ته پلي کېږي.
نوموړې وترنر داکترانو ته د واکسینونو د سوړ ځنځیر ساتلو، واکسینونو ښه تطبیق، عامه پوهاوي او نورو اړونده برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې.
ښاغلي محسن زیاته کړه، چې د مالدارۍ سکتور دپیاوړتیا لپاره په بېلا بېلو برخو کې مالدارانو ته خدمات وړاندې کوي.
د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې د مالدارۍ برخې مسؤل داکتر عبدالمعروف ابراهیم خېل وویل، چې د واکسینونو ښه تطبیق په موخه یي ۳۳ تنو وترنر داکترانو ته عملي او نظري روزنه هم ور کړې ده. 
هغه وویل، چې په نږدې راتلوونکي کې ۱۰۰ زره دوزه دغواګانو او مېښو ددانو دپوستکي ناروغۍ مخنیوي واکسینونه هم تطبیقوي.
د ننګرهار د کرنې ریاست مالدارۍ امر داکتر محمد ضمیر بهسودي د کرنې وزارت د کړنلارو او قوانینو په برخه کې داکترانو ته معلومات وړاندې کړل.
د کوچیانو چارو دسمون ریاست امرمولوي سردار ولي  انقلابي د کوچیانو ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه د ننګرهار کرنې رییس او د ملګرو ملتونو دفتر مسؤلینو سره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS