د کندهار ښورابک کې د شملغي طبي بوټي د پریکولو مخه ونیول شوه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۱ - ۹:۵۴
د کندهار ښورابک کې د شملغي طبي بوټي د پریکولو مخه ونیول شوه

د کندهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤلینو د یادې ولسوالی په بېلابېلو سیمو کې د طبی بوټو د ساتنې او پریکولو د مخنیوي په موخه کمپاین ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د ارازني په سیمه کې د طبیعي بوټو د پریکولو مخه نیول شوې ده. 
د ښورابک ولسوالی د کرنې او مالدارۍ مسؤل مولوي نیازمحمد رهبر وایي، دا کمپاین مو د یوې ورځې په لړ کې د ولسوالی په بېلابېلو ځنګلي او طبیعي بوټو لرونکو سیمو کې ترسره کړی، چې د یاد کمپاین په ترڅ کې د ارازني په سیمه کې د شملغی طبیعي بوټي د پریکولو مخه نیول سوې، او په تړاو یې یو عراده ټراکټور او دوه کسان نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په دې وروستیو کې د طبیعي بوټو د قاچاق او پریکولو د مخنیوي لپاره ګڼ کمپاینونه کړي او هیچاته اجازه نه ورکوي چې د هېواد طبیعي شتمنۍ زیانمنې کړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS