د خوست ولایت د څو ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو فعالیتونو څخه څارنه وشوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۱ - ۱۴:۴۶
د خوست ولایت د څو ولسوالیو د عشر او زکات مدیرانو فعالیتونو څخه څارنه وشوه

۲۱ لړم ۱۴۰۳ه‍.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۶ه‍.ق
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سلاکار بهیر ګل صابري او نورو مسؤلینو د اسمعیل خیلو، مندوزیو، نادر شاه کوټ او شمل دوه منده ولسوالیو عشر او زکات مدیرانو له‌خوا ترسره شوو فعالیتونو څخه څارنه وکړه.
د خوست ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سلاکار بهیر ګل صابري، عشر راټولولو او ګزارشاتو د تنظیم آمر مولوي اظهار الدین ابوناصر، زکات راټولولو آمر مولوي حفیظ الله نثار او عشر او زکات عوایدو تنظیم او محاسبې آمر قاري سید مرجان خالد په ګډون د خوست ولایت اسمعیل خیلو، مندوزیو، نادر شاه کوټ او شمل دوه منده ولسوالیو عشر او زکات مدیرانو (عاشرینو او عاملینو) لخوا ترسره شوو فعالیتونو څخه څارنه وکړه.
د دې څارنې په ترڅ کې، د یادو ولسوالیو عاشرینو او عاملینو ته، دندو ته پر وخت حاضرېدو او ټولو ساحو ته د رسیدګۍ تر څنګ د ښې همغږۍ او تفاهم، سپارښتنه وشوه.
همدارنګه یې، د کارمندانو اجراآت او ترسره کړو چارو د ارزونې په موخه، په سیمو (ساحو) کې د عشر او زکات لپاره ځانګړیو شویو کتابچو(رسید پاڼو)  له مخې بېلابېلو کلیو ته سفرونه وکړه او هلته یې د عاشرینو او عاملینو له چارو څخه بررسي ترسره کړه.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت تخار

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه ماهوار سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت تخار به ریاست قاری قطب‌الدین دهنوی رئیس زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت و با اشتراک نمایندگان ادارات دولتی، مسئولان بخش. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۳:۴۸
Background image

برگزاری جلسه برای حفاظت و تنظیم امور جنگلات افغانستان در وزارت زراعت

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه‌ای به‌منظور بررسی راهکارهای حفاظت و تنظیم امور جنگلات کشور و جلوگیری از قطع و قاچاق چوب، تحت ریاست مولوی بازمحمد فیضان معین آبیاری و منابع قدرتی وزارت زراعت،. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۰:۱
Background image

آغاز روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور

۲۲ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه افتتاحیه روند سروی و تثبیت علفچرها در ولایت غور با حضور هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و مسئولان اداره محلی این ولایت برگزار شد.
در این جلسه مولوی غوث. . .

BACK TO NEWS