میدان وردګو کې پر ١٦ زره او ٥٠٠ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۱۰:۵۸
میدان وردګو کې پر ١٦ زره او ٥٠٠ بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه

۱۴ تله ۱۴۰۳ه‍.ش
۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۶ه‍.ق
د میدان وردګو ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست له خوا د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د «سټارز» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د مرکز میدان ښار ترڅنګ په نهو ولسوالیو کې پر ١٦ زره او ٥٠٠  اړمنو بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو او کيمياوي سرو د وېش لړۍ پيل شوه.
د غنمو اصلاح شوي تخمونو د وېش په مراسمو کې د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس الحاج مولوی نیاز محمد عابد، د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ولایتي مسوول فواد فرحت، د کرنیزو خدمتونو امر عید محمد ظاهري، د ولایت په کچه دسټارز مؤسسې دتوزیع مسول نقیب الله شهاب، د ولایت مقام استازو  او نورو مسؤلینو برخه اخیستې وه.
 د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو ادارې ولایتي مسوول فواد فرحت وویل، چې سږکال په میدان وردګو ولایت کې زرګونه بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل کېږي، چې په مرکز میدان کې ۱۶۰۰ بزګرانو ته د وېش لړۍ پیل شوه. 
نوموړي زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو اداره د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت تخنیکي همکار دی، او هڅه کوي د کرنیزو تولیداتو کچه لوړه کړي، تر څو د خوړو خوندیتوب رامنځته شي. نوموړی  د راتلونکي کال د پلان په هکله  وویل، چې د اصلاح شوي تخمونو، کیمیاوي سرو، حیواني خوراکي توکو او نورو اړوندو برخو کې به له بزګرانو او مالدارانو سره مرستې ووشي.
د کرنیزو خدمتونو امر عید محمد ظاهري، د اصلاح شوي تخمونو پر ارزښت او ګټو خبرې وکړې او بزګرانو ته یې د کر سپارښتنې هم وکړې. هغه وویل چې د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست  او دخوړو او کرنې سازمان د ژمنې سره سم،  د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې په مناسب وخت کي  توزیع کړل. 
د میدان وردګو ولایت دکرنې رییس مولوی نیاز محمد عابد وویل، چې د ياد پروګرام له تطبيق څخه يې موخه د اړمنو بزګرانو پر پښو اودرول دي، نوموړي له بزګرانو وغوښتل، چې پر خپلو ځمکو يې وکري، ترڅو اقتصادي وضعيت يې ښه شي.
د یادولو وړ ده، چې په نږدې ورځو کې به د نورو بزګرانو سروې هم وشي او د غنمو اصلاح شوی تخمونه او کیمیاوی سرې به ورته ورکړل شي.
د میدان وردګو ولایت د کرنې ریاست هر کال د خپلو همکارو مؤسسو په مرسته زرګونه بزګرانو ته د زیات حاصل ترلاسه کولو لپاره اصلاح شوي تخمونه، کیمیاوي سرې او کرنیز توکي توزیع کوي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۲۵
Background image

آغاز کمپاین تطبیق واکسین طاعون نشخوارکنندگان کوچک در ولایت

۱۴ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین بیماری طاعون نشخوارکنندگان کوچک (PPR) با برگزاری محفلی به ریاست قاری فضل‌الله دیوبند، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر، رسماً آغاز شد.
در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۲۵
Background image

توزیع بسته‌های پرورش سمارق برای دهقانان ولسوالی جرم

۱۴ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف، بسته‌های وسایل پرورش سمارق را برای ۵۰ تن از دهقانان پنج قریه ولسوالی جرم توزیع کرد.
این بسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

شرکت زراعتی وادی ننگرهار تولیدات خود را در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن به نمایش و فروش گذاشت

۱۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن در کابل گشایش یافت که شرکت زراعتی وادی ننگرهار نیز با ارائه و فروش تولیدات معیاری و داخلی خود، حضور فعال در این نمایشگاه. . .

بازگشت به خبرها