لوګر کې د جیوډیزیکي شبکو د نصبولو چارې پیل شوې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲ - ۱۵:۳۶
لوګر کې د جیوډیزیکي شبکو د نصبولو چارې پیل شوې

۲ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
۹ ربیع‌الاول ۱۴۴۵ه‍.ق 
د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د جیوډیزیکي شبکو رغنیزې چارې پیل شوي دي.
ددغو شبکو د چارې په پیل غونډه کې د لوګر ولایت مقام دفتر رییس مولوی میرویس وحیدالله سربېره دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي سید امین هاشمی، د ښار جوړونې رییس مولوي مطیع الله ذاهد، د کرنې ریاست آمرینو او د کرنی، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت څخه راغلي تخنیکي پلاوي کډون کړی وو.
په دې غونډه کې دلوګر ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس د دغو شبکو په ارزښت خبری وکړی او ګډونوالو ته یی د  پرانستې مبارکي وویله او زیاته یی کړه، چې د دی شبکو په جوړېدو سره به د یاد ولایت دمرکز په ګډون ټولو ولسوالیو کې پراختیایي پروژې لکه سړک، د سړک اړونده پلونه، د اوبو بندونه، د اوبو کانالونه او همدارنګه استوګنیزې او سوداګریزو ودانیو په په معیاري ډول جوړولو کې به ترې ګټه پورته شي، تر څو د انجنیري سروې ګانو پرمخ ټولې پرتې ستونزې به د تل له پاره حل شي.
 د ولایت مقام دفتر رییس هم دغه اقدام نیک وباله او د ا.ا له مشرانو څخه یی مننه وکړه چې لوګر ته  پاملرنه کوی،او راغلی پلاوی ته یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ.
باید وویل شي، چې دغه شبکې به د لوګر ولایت په ولسوالیو کې هم نصب شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۰:۴۹
Background image

برگزاری برنامه‌های آگاهی‌دهی درباره تغییرات اقلیمی برای ۶۰۰ دهقان در پنجشیر

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
ریاست سازگاری با تغییرات اقلیمی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری بر اساس پلان سالانه خود، برنامه‌های آموزشی ویژه‌ای را به‌منظور بلندبردن سطح. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۶:۳۵
Background image

نظارت معین زراعت و مالداری از فعالیت‌های ریاست حفاظه و قرنطین

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری از جریان فعالیت‌های کارمندان ریاست حفاظه و قرنطین در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل نظارت کرد.
د. . .

BACK TO NEWS