برگزاری موفقانه سیوسومین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در کابل

۱۵ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
سیوسومین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری از تاریخ ۹ تا ۱۲ میزان سال ۱۴۰۴ هـ.ش در فارم تحقیقاتی بادامباغ شهر کابل از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالدرای برگزار شد. در این نمایشگاه محصولات متنوع زراعتی، مالداری و صنایع دستی از سوی دهقانان، تولیدکنندگان و نهادهای مرتبط از سراسر کشور به نمایش گذاشته شد.
در جریان این نمایشگاه، فعالیتهای اقتصادی قابلملاحظهای نیز انجام گرفت که نشاندهنده رشد و پویایی سکتور زراعت در کشور است. فروشات مستقیم در بخش محصولات زراعتی، مالداری و صنایع دستی به ارزش ۲۳ میلیون ۳۲۱ هزار ۹۹۴ افغانی صورت گرفته است.
همچنان، ۱۵۲ قرارداد به ارزش ۲۳میلیون ۲۲۸ هزار افغانی میان نهادها و شرکتهای خصوصی و دولتی به امضا رسیده است.
در کنار آن، ۵۳ تعهد به ارزش ۴۰میلیون ۳۶ هزار ۸۴۰افغانی میان طرفهای مختلف صورت گرفته که انتظار میرود در آینده عملی گردد.
افزون بر آن، ۳۸ تفاهمنامه به ارزش ۱۰میلیون ۱۵۱ هزار ۸۵۰ افغانی میان نهادهای فعال در بخش زراعت و مالداری امضا گردیده که زمینه همکاری و توسعه بیشتر را فراهم خواهد کرد.
مجموع فروشات، قراردادها، تعهدات و تفاهمنامهها در این نمایشگاه به نود و شش میلیون و هفتصد و سیوهشت هزار و ششصد و هشتاد و چهار افغانی ۹۶میلیون ۷۳۸ هزار ۶۸۴ میرسد.
این نمایشگاه از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به هدف معرفی دستاوردهای زراعتی، افزایش سطح همکاری میان سکتورهای مختلف و تقویت بازار محصولات داخلی برگزار شده و با استقبال گسترده از سوی مردم، سکتور خصوصی و نهادهای داخلی و بینالمللی روبهرو گردید.
کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون بریالۍ ترسره شوه
۱۵ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۴ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د کرنیزو او مالدارۍ محصولاتو درې دېرشم نندارتون د ۱۴۰۴ هـ.ل کال د تلې له ۹ تر ۱۲مې نېټې پورې، د کابل ښار په بادامباغ څېړنیز فارم کې ترسره شو. په دغه نندارتون کې د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه بزګرانو، تولیدوونکو او اړوندو ادارو خپل کرنیز، مالدارۍ او لاسي صنایعو محصولات نندارې ته وړاندې کړل.
په نندارتون کې د پام وړ اقتصادي فعالیتونه هم ترسره شول، چې د هېواد د کرنیز سکتور د ودي او خوځښت ښکارندویي کوي. د کرنیزو، مالدارۍ او لاسي صنایعو محصولاتو مستقیمې پلورنې ۲۳ میلیونه او ۳۲۱زره او ۹۹۴ افغانۍ ارزښت درلود.
همداراز، د خصوصي او دولتي شرکتونو او ادارو ترمنځ ۱۵۲ قراردادونه د ۲۳ میلیونه او ۲۲۸ زره افغانیو په ارزښت لاسلیک شول.
سربېره پر دې، د بېلابېلو اړخونو ترمنځ ۵۳ ژمنې د ۴۰ میلیونه او ۳۶ زره او ۸۴۰ افغانیو په ارزښت ترسره شوې، چې تمه ده په راتلونکي کې عملي شي.
همدارنګه، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د فعالو ادارو ترمنځ ۳۸ هوکړه لیکونه د ۱۰ میلیونه او ۱۵۱ زره او ۸۵۰ افغانیو په ارزښت لاسلیک شول، چې د لا زیاتو همکاریو او پراختیا زمینه به برابره کړي.
د دې نندارتون د پلور، قراردادونو، ژمنو او هوکړهلیکونو ټولیز ارزښت ۹۶ میلیونه او ۷۳۸ زره او ۶۸۴ افغانیو ته رسېږي.
یاد نندارتون د افغانستان اسلامي امارت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لوري د کرنیزو لاسته راوړنو د معرفي، د بېلابېلو سکتورونو ترمنځ د همکاریو د زیاتوالي او د کورنیو محصولاتو د بازار موندنې د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، چې خلکو، خصوصي سکتور او کورنیو او نړۍوالو بنسټونو یې پراخ هرکلی وکړ.