بازدید معین زراعت و مالداری از فارم ماهی گرمآبی در ولایت خوست

۲۳ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری خود به ولایت خوست از فارم تازهاعمار ماهیان گرمآبی در ساحه باغ شمل این ولایت بازدید کرد.
فارم یادشده از سوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در ساحه ۱۲ جریب زمین اعمار گردیده و ظرفیت پرورش یک میلیون چوچهماهی و تولید ۱۰ تُن گوشت در سال را داراست. این فارم شامل چهار باب حوض خاکی نیمجریبه، یک اطاق هچری، تعمیر اداری هشتاطاقه، دو باب حوض سمنتی به مساحتهای ۳۰۰ و ۱۵۰ متر مربع، کانال پختهکاریشده آبرسانی، ذخیره آب و چاه عمیق میباشد.
هزینه مجموعی اعمار و تجهیز این فارم حدود ۱۷ میلیون افغانی بوده که در بخشهای ساختمانی، نصب تجهیزات، خرید چوچهماهی، ماهی مادری و خوراکه مصرف شده است. این فارم قرار است بهزودی فعالیت عملی خود را آغاز کند.
مولوی صدراعظم عثمانی در جریان بازدید، اعمار این فارم را گامی مهم در جهت رشد تولیدات ماهی، توسعه زراعت آبزی و ایجاد فرصتهای کاری در خوست عنوان کرده و بر گسترش پروژههای مشابه در سایر ولایتهای کشور تأکید ورزید.
بودجه این پروژه از طریق پروژه انکشافی ریاست ترویج طیور، ماهی و حشرات اقتصادی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری تأمین گردیده است. اجرای چنین پروژهها به هدف ارتقای تولیدات داخلی، خودکفایی در بخش پروسس و تکثیر ماهی و ایجاد فرصتهای اقتصادی پایدار برای مردم انجام میشود.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په خوست کې د ګرمو اوبو د کبانو له فارم څخه لیدنه وکړه
۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د دې ولايت د باغ شمل په سيمه کې د ګرمو اوبو کبانو له نوي جوړ شوی فارم څخه ليدنه وکړه.
ياد فارم د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لهخوا په ۱۲ جريبه ځمکه کې جوړه شوې، چې د يو ميليون کبانو د بچيو د روزنې او په کال کې د ۱۰ ټنه کبانو د غوښې د توليد ظرفيت لري.
دا فارم څلور نیمجریبه خاورین حوضونه، د هچري یوه خونه، اتهخونیز اداري تعمیر، دوه سمنټي حوضونه چې د ۳۰۰ او ۱۵۰ متره مربع په اندازه دي، د اوبو رسولو کانال، د اوبو زېرمه او ژوره څاه لري.
د فارم ټول لګښت شاوخوا ۱۷ میلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د ودانیو په جوړولو، اړینو تجهیزاتو په نصب او پېرلو، د کبانو د بچیو، مورني کبانو او د هغوی د خوراک په برابرولو لګول شوی دی او ټاکل شوې ده، چې یاد فارم ډېر ژر خپل فعالیت پیل کړي.
مولوي صدراعظم عثماني د ليدنې پر مهال وويل، چې د دې فارم جوړول د کبانو د توليد د پراختيا، د اوبو د ودې او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په لور يو مهم ګام دی. نوموړي زياته کړه، چې وزارت هڅه کوي ورته پروژې په نورو ولايتونو کې هم پلې کړي.
د دغه فارم د جوړولو بودیجه د کرنې وزارت د الوتونکو او اقتصادي حشراتو د ترویج ریاست د پراختیایي پروژې له لارې تأمینه شوې ده. د دغو پروژو د پلي کولو موخه د کورنيو توليداتو لوړول، د کبانو د پروسس او تکثير په برخه کې ځانبسياينه، او خلکو ته د دايمي اقتصادي فرصتونو رامنځته کول دي.