آغاز توزیع گندم خوراکه و کمک نقدی برای مهاجرین مستحق ولایت بامیان
۲۹ دلو ۱۴۰۴ هـ.ش
به اساس هدایت عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله، برنامه مساعدت عاجل برای خانوادههای مهاجر مستحق در ولایت بامیان آغاز شد. این برنامه شامل توزیع گندم خوراکه و کمک نقدی است و تحت نظارت هیئت اعزامی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و با هماهنگی مقام ولایت بامیان اجرا گردید.
در مراسم افتتاحیه و جریان تطبیق این روند، معاون مقام ولایت، مولوی ضیاءالدین واقف رییس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، رئیس دفتر مقام ولایت و نمایندگان ریاست عودت مهاجرین، ریاست مبارزه با حوادث، جمعیت هلال احمر افغانی و ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان حضور داشتند.
مولوی ضیاءالدین واقف، رئیس مالی و حسابی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در مراسم افتتاح روند توزیع گندم و کمک نقدی در ولایت بامیان، در مورد هدایت شفقتآمیز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله برای رسیدگی به مشکلات مهاجرین صحبت کرد. وی اظهار داشت که این کمکها همزمان با فرارسیدن ماه رمضان برای مهاجرین مستحق توزیع میشود تا بخشی از مشکلات آنان برطرف گردد.
بر اساس سهمیه اختصاصیافته، مجموعاً ۳۰۰ متریک تُن گندم خوراکه و ۶ میلیون افغانی برای ۱ هزار ۲۰۰ نفر مهاجر مستحق در نظر گرفته شده است. هر خانواده مستحق ۲۵۰ کیلوگرام گندم و ۵٬۰۰۰ افغانی دریافت کرد.
این برنامه گامی مهم و بهموقع در راستای حمایت از مهاجرین مستحق بهشمار میرود و ادامه منظم آن میتواند تأثیرات مثبت اجتماعی و معیشتی قابل توجهی داشته باشد.
بامیان کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو ته د خوراکي غنمو او نغدي مرستو وېش لړۍ پيل شو
۲۹ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۱ رَمَضانُ المُبارَک ۱۴۴۷ه.ق
د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله د لارښوونې پر بنسټ، د باميانو په ولايت کې له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو لپاره د بېړنيو مرستو پروګرام پيل شو. په دې پروګرام کې د خوراکي غنمو وېش او نغدي مرسته شامله ده، چې د د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د استول شوي پلاوي تر څارنې لاندې او د بامیان ولایت مقام په همغږۍ پلي شو.
د پرانيستې په مراسمو او د ياد بهير د پلي کېدو پر مهال د ولايت مرستيال، دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس مولوی ضیاءالدین واقف، د ولايت مقام د دفتر رییس، د راستنېدونکو چارو د رياست استازو، د پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست، د افغانۍ سرې میاشتې ټولنې استازو او همدارنګه د باميانو ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست چارواکو ګډون درلود.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي چارو رییس مولوي ضياءالدين واقف، د باميانو په ولايت کې د غنمو او نغدي مرستو د وېش د بهير د پرانيستې په مراسمو کې د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظهالله د پېرزوینې او مهربانۍ فرمان په اړه، چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري لپاره صادره شوې ده، خبرې وکړې.
نوموړي وويل، چې دغه مرستې د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو سره سم له کډوالۍ راستنوشویو اړمنو کورنیو ته وېشل کېږي، څو د هغوی د ستونزو يوه برخه حل او د ژوند حالت يې يو څه ښه شي.
د ځانګړې شوې ونډې له مخې، په ټوليز ډول ۳۰۰ مټريک ټنه خوراکي غنم او ۶ ميليونه افغانۍ د ۱۲۰۰ تنو اړمنو کډوالو کورنیو لپاره په پام کې نيول شوي دي. هرې مستحقې کورنۍ ته ۲۵۰ کيلوګرامه غنم او ۵۰۰۰ افغانۍ ورکړل شوې.
ياد پروګرام د اړمنو کډوالو د ملاتړ په برخه کې يو مهم او پر وخت ګام بلل کېږي او د یاد لړۍ منظم دوام، کولای شي له ټولنيز او معيشتي پلوه د پام وړ مثبت اغېز ولري.
