د ورېښمو د چنجيو روزنه او د ورېښمو تولید

mail-admin
Sat, May 01 2021 1:55 PM
د ورېښمو د چنجيو روزنه  او د ورېښمو تولید


دهقان (بزګر) اوونیزه / عبدالواسع خان‌زاده
د ورېښمو چنجي د هغو حشراتو له ډلې څخه دي، چې د توت له پاڼو څخه خپل خواړه لاس ته راوړي. د ورېښمو چنجي د نريو او نفيسو تارونو چې ورېښم يي بولي د توليد توان لري، چې له هغو څخه د لوړبيو ټوټو په جوړولو کې استفاده کېږي.
د ورپښمو د چنجيو د روزنې مرحلې:
له هګيو څخه د ورېښمو د چنجي وتل لس ورځې دوام کوي. کله چې د ورېښمو د چنجي د سر رنګ تياره ډوله شو، په دې معنى ده چې په دې وخت کې پوستکي اچوي. د څلور مرحلو پوستکو اچولو څخه وروسته د هغوى د بدن پوستکي اچول ورو ورو ښه ژېړ او د بدن پوستکي يې کلکېږي. د ورېښمو چنجي په دې مرحله کې په شفيره تبديلېږي د شفيره په مرحله کې د ورېښمو چنجي د ورېښمو په توليد پيل کوي او د شفيره له مرحلې خڅه وروسته په پتنګانو بدلېږي.
د ورېښمو چینجي وده د پیله د پراختیا په موخه ترسره کیږي او د پیلې د استفاده کولو موخه د ورېښمو چنجیو د ساتلو طریقې راپیژنې. د ورېښمو زېرمه کول څلور بېلابېلې مرحلې لري. د هګیو اچولو په وخت کې د ورېښمو چنجي تفریح، د ورېښمو د پراختیا لارو مرحله، د پیلې چنجي د تار کشي مرحله او څلورم د راټولولو مرحله.
د ورېښمو هرغوزه د مناسبې تعذیې، مناسب رطوبت او حرارت درجې په کنټرول سره  له زرو څخه تر ۱۴۰۰ مترو پورې د ورېښمو تار تولیدوي. د څلورم پړاو وروسته، د ورېښموچنجي له پاتې خواړو څخه په کوکون بدلېږي  او بیا د غوزې اوبدلو لپاره مناسب ځای چمتو کیږي، چې دا مرحله د څلورو ورځو لپاره دوام کوي.
د کرنې وزارت، د مالدارۍ رییس ډاکټر محمدایوب احدي وایې، په کاغذ کې د مورسټاک پیلې د هګیو تولید، د یوځای کېدو په مرحله کې نارېنه او ښځينه شاپرکونه څلورساعته یوځای کېښودل کیږي. او وروسته له څلورساعته تیرولو ښځينه شاپرکونه د کاغذ په مخ د ۲۴ ساعتونو لپاره اېښودل کیږي او دمورسټاک هګۍ تولیدیږي او هرشاپرک له ۴۰۰څخه تر ۷۰۰ پورې هګۍ اچوي. او د سوداګریزو پیلو دهګیو د تولید لپاره ښځینه شاپرکونه په سان اماده ایښودل کیږي او وروسته له ټاکل شوې مودې څخه شاپرکونه لیرې اچول کیږي او اماده شوې سانونه مینځل کیږي. بیا تولید شوې هګۍ اوچیږي او د پیلې کرم په  ۱۲ګرامه جعبو کې ځای په ځای کیږي.
ورېښم :
يوه غوزه)پيله( له 300 څخه تر 900 مترو پورې اوليه ورېښموڅخه جوړه شوې ده. دا تارونه )الياف( ډېر نري دي، د 500 ګرامو په اندازه ورېښمو د تيارولو له پاره له 2000 څخه تر 3000 پورې غوزو ته اړتيا وي. په دې مرحله کې که د ورېښمو جنجيو ته د ودې کولو ډېره اجازه ورکړل شي دا حشره به د يوه سوري د پيدا کولو په واسطه کيداى شي خپل ځان له غوزې څخه را وباسي او ددغه سوري په واسطه بيا غوزه د استفادې وړ نه ده. د دغه حالت د واقع کېدو څخه د مخنيوي له پاره هغه په اوبو کې جوش کوي. دغه عمل په غوزه کې د حشرې د مړينې سبب کېږي.
د ورېښمو چنجیو اقتصادي ارزښت:
د ورېښمو چنجیو روزنه یو ژر رسه دنده ده، چې له ۳۰ تر ۳۵ ورځو یې غوزه تولیدېږي. او همدارنګه د کمو ځمکولرونکو کروندګرو د اقتصاد د پیاوړتیا او په ځانګړي توګه د ښځو د اقتصاد په وده کې هم ستر رول لوبوي. بزګران کولی شي، چې په نورو دندو سربېره، خپلې کورنۍ د ورېښمو چنجیو نسل او د ورېښمو صنعت پراختیا کې مصروفه کړي.
 د سوداګریزې پیلې له یوې دولس ګرامه جبعې څخه له ۲۸ تر ۳۰ کیلو لنده غوزه او له ۱۰ تر ۱۲ کیلو پورې وچه او همدارنګه د تار ایستلو په صورت کې له درې کیلو وچې غوزې څخه یوکیلو خالص د ورېښمو تار ترلاسه کولای شو. د ورېښمو دغوزې د تار اوږد والی له ۸۰۰ تر ۱۴۰۰ متره پورې رسیږي او وروسته له یوځای کېدو څخه هره پروانه له ۵۰۰ تر ۷۰۰ پورې شاوخوا هګۍ اچوي. د پیلې چنجۍ هره جعبه هګۍ د غوزې تر تولید پورې  شاوخوا ۶۰۰ کیلو ګرامه د توتو پاڼې مصرفوي.
په ازاد بازار کې د وریښمومحصولاتو بیه، د ورېښمو کیفیت ته په کتو هره کیلو غوزه یې له ۷۰۰ تر زر افغانۍ ده، د ورېښمو د یوکیلو تار بیه څرنګوالي ته په کتو له ۳۰۰۰ افغانیو پیل بیا تر ۴۰۰۰ افغانیو پورې رسیږی. په بازارونو کې ورېښمو څخه تولید شوي توکي هم په خورا ښه بیه پلورل کېږي د خالص ورېښمو یو شپږ متره غالۍ له ۸۰ زره افغانیو پیل بیا تر ۱۲۰ زره افغانیو پوري بیه لري، یوه د ورېښمو لنګوټه نږدې اته زره افغانې بیه لري او یو ابریشمې شال له زرو تر دوه زره افغانیو پورې خرڅېږي.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ورېښمو د تولید د زیاتوالي په پار هلې ځلې ګړندي شوي دي. د کرنې وزارت د احصایي او معلوماتو ریاست د شمېرو پر اساس په ۱۳۹۹ یم کال کې په هېواد کې د ورېښمو تولید ۱۰۹۹ کیلوګرامه ته رسېدلی دی.
د ورېښمو تر ټولو ډېر تولیدات په جوزجان ولایت کې شوي دي.
ننګرهار، هرات او بلخ هغه ولایتونه دي چې په ترتیب سره پکې د ورېښمو تولیدات ډېر شوي دي.
د یادولو وړ ده، چې له ورېښمو څخه جامې، څادرونه، غالۍ او داسې نور توکي جوړېږي او د هېواد په اقتصادي وده کې مهم رول لري.