ارزګان کې پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریز دستګاوې ووېشل شوې

content_admin
Tue, Jul 07 2020 12:54 PM
ارزګان کې پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس لمریز دستګاوې ووېشل شوې
۱۷ چنګاښ ۱۳۹۹
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسسس لمریز دستګاوې وېشل شوي دي.
د ارزګان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجنیر احمدشاه خیري وویل، چې ددې ولایت پر ۸۰۰ مالدارو کورنیو د لبنیاتو د پروسس د لمریزو د ستګاو د وېش ټولیز لګښت ۱۰ میلیونه او ۳۲۰ زره افغانۍ ده، چې د هندوستان هېواد د «HICPD» موسسې په مالي همکارۍ پر مالدارو کورنیو وېشل شوي دي.
ښاغلی خیري وویل، چې په وېشل شویو توکو کې هر مالدار ته یو پایه ۱۰۰ واټه لمریزه ښیښه، یو ۷۰ امپیر بټری، د شیدو د پروسس ۲۰ لیټره ماشین او نور اړین توکي شامل دي.
د ارزګان د کرنې رییس زیاته کړه، چې تر دې وروسته به له یادو مرستو څخه برخمن شوي مالداران د خپل مالدارۍ محصولات په پاک او صفاډول پروسس کوي او بازارته به یې په ښه کیفیت وړاندې کوي. هغه دغه راز وویل، چې ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د لبنیاتو ټولنې هم جوړې شوي دي، چې د لبنیاتو د پروسس او بازارموندنې په برخه کې ډېر اغېزناک تمام شوي دي.
په ورته وخت کې له دغو مرستو څخه برخمن شوي مالداران د کرنې وزارت له هلو ځلو او مرستو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د مالدارۍ د پراختیا په پار به لا ډېرې هلې ځلې وکړي.
افغانستان له اقتصادي پلوه تر ډېره بريده په کرنه او مالدارۍ ولاړ دى، په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت هم په دې وروستیو کې د مالدارۍ او د لبنیاتو د پراختیا په پار هلې ځلې کړندي کړي دي. د لبنیاتو پروسس او د مالدارو کورنیو اقتصادي ودې ته د کرنې وزارت پاملرنه تر پخوا زیاته شوې ده. دغه وزارت د لبنیاتو د پراختیا د پروژو په لاره اچولو سره زرګونه کلیوالي کورنۍ د دغو پروژو تر چتر لاندې راوستي دي. د دغو پروژو اصلي موخه د شیدې د تولیداتو زیاتوالی د لبني موادو پروسس او دغو موادو ته د کوپراټیفونو او ټولنو له لارې مارکېټ پیداکول دي. په کور دننه د لبني موادو د پراختیا په پار د کرنې وزارت له خوا ګڼې پروژې پلي شوي او په دې برخه کې ډېرې هلې ځلې شوي دي.

Latest news

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS