لغمان کې یو ستر کرنیز مارکېټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

mail-admin
Sat, Mar 28 2020 6:39 PM
لغمان


۹ وری ۱۳۹۸
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د قرغیو ولسوالۍ اړوند د سرخکانو په سیمه کې د سبو او مېوو یو ستر کرنیز مارکېټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال وویل، چې یاد مارکېټ د نهه میلیونه افغانیو په لګښت سره د خصوصي سکټور له خوا جوړه شوې ده، چې ۲۳ غرفې لري او په پنځه جریبه دولتي ځمکه کې رغول شوې ده.
ښاغلي خوشحال وویل، چې یاد مارکېټ د لغمان ولایت په تېره بیا د قرغیو ولسوالۍ بزګرانو لپاره لویه لاسته راوړنه ده. دهغه په خبره په دې مارکېټ کې د لغمان او په ځانګړې توګه د قرغیو ولسوالۍ د بزګرانو او بڼوالو سبو او مېوو به په مناسب ډول د پلور زمینه برابره شي، چې د بزګرانو او بڼوالو د عوایدو د لوړوالي لامل هم کیږي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS