د شمال زون کورني څاروي د بروسلوز پر وړاندې واکسینیږي
۱۶ تله ۱۳۹۸
د هېواد په شمال زون کې د بروسلوز (حیواني محرقې) پر وړاندې د څارویو د واکسینو کمپاین پیل شو. ټاکل شوې ده، چې ددې کمپاین په لړ کې ددې زون ۵۳۰ زره او ۳۲۹ وري، ۴۶۲ زره او ۹۷۹ وزې او دغه راز ۶۷ زره او ۳۵۰ غواوې د بروسلوز پر وړاندې واکسین شوي.
د کرنې وزارت له خوا د روانې اوونۍ په پیل کې، هېواد کې د بروسلزو او طاعون پر وړاندې د واکسینو کمپاین پیل شوی دی.
