دننګرهار چپرهار کې سلګونو بزګرانو سره دکرنيزو توکو مرسته وشوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۲/۵/۷ - ۱۶:۱
دننګرهار چپرهار کې سلګونو بزګرانو سره دکرنيزو توکو مرسته وشوه

٧ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١١ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې د اکشن آیډ موسیسي په تخنیکي همکارۍ او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې  په مالي لګښت ددې ولایت چپرهار ولسوالی کې ۱۰۵۰ بېوزله بزګرانو سره د کرنیزو توکو او اصلاح شویو تخمونو مرسته وشوه.
د چپرهار ولسوالی د ترویج مسولینو په خبره په کرنیزه بسته کې  تسکوره، پنجه کش او یو پاکټ د پیازو اصلاح شوي تخم شامل وه،  چې پر بزګرانو وېشل شوي دي.
وړاندې تردې هم یادو بزګرانو ته د اکشن آید له لورې یوه بیلچه او ۷ ډوله د سبو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوې وه. 
ددغو توکو او اصلاح شویو تخمونو د وېش موخه بزګرانو پر ځان بسیا کول  او د اصلاح شوي تخمونو ترویجول دی.
همدارنګه بزګرانو ته د سبو د ځمکې اماده کولو،  کښت،  کرنیزو عملیو،  اوبولګولو،  ناروغیو او ګڼو نورو موضوګانو روزنه هم ورکړل شوې ده.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS