لوګر کې د ځمکې غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار هڅې
٣ چنګاښ ۱۴۰۲ه.ش
٦ ذیالحِجّة ۱۴۴۴ ه.ق
د لوکر ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی د لوګر په ولایت کې د مشکوکو امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخیستلو لپاره تخنیکي پلاوی بېلابېلو سیمو ته سفرونه ترسره کوي. په همدې موخه یاد پلاوی د خپلو فعالیتونو په لړ کې .
د لوګر ولایت د امارتي ځمکو دغصب مخنیوی او بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د محمدآغې ولسوالی اړوند مس عینک کان ته سفر وکړ.
دغه سفر چې، مشري یې د یاد تخنیکي پلاوی مشر مولوی سید امین هاشمي کوله پکې د کار او ټولنیزو چارو رییس، د ښار جوړونې رییس او د ځمکو آمریت د کدستر عمومي مدیر ګډون کړی وو.
ددې سفر موخه د ریاست الوزراء د حکم او د غصب مخنیوی کمیسیون د مکتوب په اساس د هغو کورونو تشخیص او تثبیت ښودل شوي، چې د تطر حکومت له لوري ورته د ځمکو د بدیل معلومول ویل شوی وو یاد تخنیکی پلاوی ته دنده سپارل شوې تر څو دغه کورونه چی ټولټال په ۹ کلیو کې پراته دی وڅېړی.
مس عینک کان د لوګر ولایت دمحمدآغې ولسوالی په لیرې پرته دښته کې پروت دی.