د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی هلې ځلې

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۲۸ - ۱۰:۱۱
د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی هلې ځلې

۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۹ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق
د پکتیا د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
په همدې موخه د پکتیا ولایت د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوی په پکتیا ولایت کې د مشکوکو  امارتي او عامه ځمکو د غصب مخنیوي په پار د دقیق سکېچ، کروکي، څلور خواوو او مساحت اخستلو لپاره ګرځنده تخنیکي ټیم مختلفو ساحو ته سفرونه ترسره کوي.
 یاد ټیم ددغو  فعالیتونو په لړ کې د روحاني بابا ولسوالی اړوند مموزیو سیمې ته چې پخوا يې هم هیئتي ترسره شوې وه، د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د استرداد کمیسیون د ١٨٤٠/ ٢٢٨٤ ګڼه او ١٤٤٤/١/١٨ نېټه لیک د هدایت په اساس چې په نوموړي لیک کې د ځمکو د جلا جلا توګه حدودو، مساحت، نوعیت، کیفیت، سکېچ، کروکي او حد فاصل دقیق معلومول غوښتل شوي وو بیا ځلې سفر ترسره کړ او د نوموړې ساحې دقیق حدود، مساحت، نوعیت  کیفیت، سکېچ او کروکي واخستل شول او همدارنګه د خوازکو، ملا کلا او مموزیو ترمنځ حد فاصل وټاکل شو.
باید وویل شي، چې د پکتیا ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها