لوګر کې پر ۱۵۰ بزګرانو دسویابینو تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۳/۷ - ۱۵:۳۴
لوګر کې پر ۱۵۰ بزګرانو دسویابینو تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه

۷ غبرګولی ۱۴۰۲ه‍.ش
۸ ذو القعدة ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د خوړو او زده کړې نړیوالې «NEI» مؤسسې په مالي ملاتړ، ددې ولایت د مرکز پل علم ترڅنګ د محمدآغې او برکي برک ولسوالیو په ۱۵۰ تنو بزګرانو د سویابینو اصلاح شوي تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ د مرکزپل علم څخه پیل شوه.
د لوګر دکرنې ریاست چارواکي وايي، چې یادو ۱۵۰ بزګرانو هر یوه بزګر ته شپږ کیلوګرامه دسویابینو اصلاح شوي تخم نهه کیلوګرامه توره سره او دوه نیم کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یاد پروګرام په ترڅ کې ګټه اخیستونکو بزګرو ته د سویابینو د اقتصادي، طبیعي او غذایي ارزښت ترڅنګ، د کرلو، اوبو لګولو، د سرو استعمال اوخشاوې په هکله روزنه هم ورکړل شوې ده.
د یادونې وړ ده چې، د لوګر د کرنې ریاست ددې زمینه هم برابره کړې ده، ترڅو د یادي ځمکي څخه د سویابینو راټول شوي محصولات به بېرته د همدې موسسې له لارې له بزګرو څخه وپېرل شي.
د کرنې ریاست هڅه کوي، چې لوګر کې سویابین ترویج کړي او په راتلونکو کلونو کې دا لړۍ نوره هم وغځوي او د ولایت په کچه ترې ټول ځمکوال برخمن کړي.
سویابین بشپړه پروتیني او مغذي مواد لري، د کورنیو د روغتیا په ځانګړي ډول د ماشومانو د خوارځواکۍ په مخنیوي کې رغنده رول لري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS