هلمند کې پر ۳۰ زره بزګرانو د کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوی

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۲۷ - ۱۳:۴۶
هلمند کې پر ۳۰ زره بزګرانو د کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوی

٢۷ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۷ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو، ددې ولایت مرکز لښکرګاه په ګډون، ناوې، نادعلي، ګرمسېر، نهرسراج، نوزاد، واشېر، موسی کلا، سنګین او کجکي ولسوالیو کې نږدې۳۰زره بزګرو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او سپینه سره وېشل شوې، چې په دوام یې یادو بزګرو ته DAP سرې وېشلو چارې پیل شوي دي.
په دې پروسه کې هغه بزګر چې د ټيټ اقتصاد لرونکي دي، د تخمونو او کودو د پېرلو توان نلري، د یوې رڼې او شفافې سروې له مخې د ګډې کمېټې لخوا په نښه او په عملي ډول به ورسره مرستې ترسره کیږي.
د مرستو په دې لړ کې مخکې هر بزګر ته ٥٠ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم او ٥٠ کیلوګرامه سپینه سره وېشل شوې، چې په دوام یې دامهال هر بزګر ته ٥٠ کیلو ګرامه توره سره ویشل کېږي.
د غه مرستې د «AREP» مؤسسې په تخنیکي او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «FAO»په مالي بسپنه چمتو شوي دي، چې ۳۰ زره بزګرو ته سږکال او ۳۰ زره بزګرو ته به په راتلونکي کال کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
په همدې حال کې هغه بزګران چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي دي د هلمند د کرنې ادارې او اړونده نهادونو څخه خوښ دي او غوښتنه کوي، چې اړونده مرستندویه ادارې دې دوی ته پر وخت د اصلاح شویو تخمونو په چمتو کولو کې پوره هڅه کوي ترڅو د دوی فصلونه د پخوا په پرتله ښې پایلې ولري.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS