د هلمند ګرشک کې لسګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۱۹ - ۱۵:۲۶
د هلمند ګرشک کې لسګونو مالدارانو سره مرستې وشوې

۱۹ غویی ۱۴۰۲ه‍.ش
۱۹ شَوّال المُکَرَّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د «DCA» مؤسسې په همکارۍ ددې ولایت د ګرشک ولسوالی له ۱۸۰ مالدارانو و کوچیانوسره د حیواني درملو او د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار د نغدو پیسو مرستې وکړې.
ددې مرستې په ترڅ کې یاد ۱۸۰ مالدارانو او کوچیانو هر یوه ته حیواني درمل او ترڅنګ یې د څارویو خوراکي توکو پېرلو په پار هر یوه ته ۳۴۳۰ افغانۍ ورکړل شوي دي.
د یادې ولسوالی له مالدارانو سره دغه مرستې په داسې حال کې ترسره شوې، چې مخکې هم د نوموړې مؤسسې له خوا د همدې ولسوالی په ګډون د نورو  ولسوالیو ګڼو مالدارو او کوچیانو سره ورته مرستې ترسره شوي دي.
په ورته مهال د سیمې مالدارانو او کوچیانو له یادې مرستې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د لا نورو همکاریو غوښتنه وکړه.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولسوالی کې د مالدارۍ سکټور ودې ته زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۳۹
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی چال تخار

۱۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی در ولسوالی چال ولایت تخار به‌هدف گسترش فضای سبز و بهبود محیط زیست، از سوی کارمندان ریاست زراعت تخار در آن  ولسوالی به‌گونه رسمی آغاز گردید.
مراسم. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۱۲
Background image

آغاز کمپاین نهال‌شانی بهاری در ولسوالی کلکان کابل

۱۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین نهال‌شانی بهاری تحت شعار «غرس نهال صدقهٔ جاریه است» از سوی کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کابل در ولسوالی کلکان آغاز گردید.
این برنامه با حضور. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۲:۵
Background image

توزیع ۱۵۰۰ نهال اصلاح‌شده در ولسوالی چهارکنت بلخ

۱۲ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
در ادامه برنامه‌های حمایوی در بخش زراعت و باغداری، روند توزیع نهال‌های اصلاح‌شده در قریه سفید چشمه ولسوالی چهارکنت تطبیق گردید.
این برنامه با همکاری مدیریت عمومی خدمات. . .

بازگشت به خبرها