د کرنې وزارت په اوړني کرنیز نندارتون کې د سوداګرانو لیده کاته

content_admin
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۷ - ۸:۳۸
د کرنې وزارت په اوړني کرنیز نندارتون کې د سوداګرانو لیده کاته (188)

۱۶ زمری ۱۳۹۸

دکرنې، ابولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا پرون سه شنبې د کرنیزو محصولاتو لومړنۍ اوړني نندارتون د کابل په بادام باغ کې په لاره واچول شوه. په دې نندارتون کې د بزګرانو او تولیدوونکو محصولاتو ته د بازارموندنې په پار هلې ځلې کیږي. د دغو هلو ځلو په ترڅ کې نن د نندارتون په دویمه ورځ د دولت سره د سوداګرو لیده کاته «B-to-G» او سوداګر سره د سوداګر لیده کاته «B-to-B»غونډه د بادام باغ د نندارتون په تالار کې په لاره واچول شوه. په دې غونډه کې د بېلابېلو موسسو او نهادونو استازي، سوداګر، بزګران، صنعتکارې ښځې او د کرنیزو پورونو د ورکړې د بانک استازي ګډون درلود.

په دې غونډه کې پر متقابلو همکاریو خبرې وشوې. ددې غونډې موخه د سوداګرو او تولیدوونکو ترمنځ هوکړه لیکونو لاسلیک ته زمینې بربرول او د بزګرانو او تولیدوونکو محصولاتو ته بازارموندنه ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵۵
Background image

اشتراک معین زراعت و مالداری در افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در کابل

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در مراسم افتتاح و بهره‌برداری سردخانه نور هیواد در منطقه خوشحال‌خان شهر کابل اشتراک کرد.
در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۲
Background image

توزیع ماشین‌های پشم‌ریسی برای ۴۵۰ زن در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به همکاری کمیته هالند برای ۴۵۰ تن از زنان در مرکز این ولایت و ولسوالی قره‌باغ ماشین‌های پشم‌ریسی توزیع کرد.
این برنامه به. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۴۱
Background image

توزیع تخم‌های اصلاح‌شده و کود کیمیاوی به‌منظور ایجاد کشتزارهای نمایشی در ولایت غزنی

۲۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غزنی به‌منظور افزایش حاصلات زراعتی، ترویج استفاده از تخم‌های اصلاح‌شده و گسترش روش‌های معیاری زراعت، برای ۱۸ دهقان در مرکز این. . .

BACK TO NEWS