د هېواد د خپلوکۍ د بیا ترلاسه کولو په ویاړ د کرنیزو محصولاتو لومړنۍ اوړني نندارتون د درې ورځور لپاره د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شوه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۶ - ۱۳:۱۳
 د هېواد د خپلوکۍ د بیا ترلاسه کولو په ویاړ د کرنیزو محصولاتو لومړنۍ اوړني نندارتون د درې ورځور لپاره د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شوه

۱۵ زمری ۱۳۹۸
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې لومړنۍ اوړني کرنیز نندارتون پرانیست.
دغه نندارتون چې، د کابل د بادام باغ په څېړنیز فارم کې په لاره اچول شوې ده، په کې بزګران او د مالدارۍ او کرنیزو محصولاتو تولیدوونکي خپل توکي د درېوو ورځو لپاره نندارې ته اېښي دي.
ددې نندارتون په پرانست غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري وویل، ترڅو چې اقتصادي خپلواکۍ ته ونه رسېږو سیاسي خپلواکۍ ته لاس رسی ناشونې ده. ښاغلی غفوري وویل، چې کرنه د هر هېواد تر ټولو مهم سکټور دی، چې له هېوادونو سره د سیاسي خپلواکۍ د رسېدو په برخه کې مرسته کوی. هغه وایي: «په ټوله نړۍ کې اقتصادي خپلواکۍ د سیاسي خپلواکۍ اساس او ملاتړی دی. د افغانستان پرمختګ غوښتونکی پاچا، امان الله سل کاله مخمې د هېواد بهرنۍ سیاست خپلواک کړ. وروسته روزنې او پالنې برخې ته ځانکړې پاملرنه وکړه.»
د کرنې وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال زیاته کړه، چې یاد وزارت د افغانستان د اقتصاد د پیاوړتیا او اقتصادي خپلواکۍ ته د رسېدو په پار ډېرې هلې ځلې کړي دي. هغه وویل د حیواني او کرنیزو محصولاتو معیاري کول او دغه راز ددغو محصولاتو معیاري صادرول اصلي او اساسي ګامونه دي، چې د کرنې وزارت له خوا پورته شوي دي. د ښاغلي غفوري په خبره، د خوړو خوندیتوب په پار د مالدارۍ برخې ته پاملرنه، د کرنیزو اوبو مدیریت، د کرنیزو توکو د معیاري پروسس او تولید په پار یوشمېر فابریکې جوړول او دغه راز محصولاتو ته د بازارموندنې په پار په کور دننه او بهر بېلابېل نندارتونونه په لاره اچول، په هېواد کې اقتصادي خپلواکۍ ته درسېدو په پار دکرنې وزارت نور مهمې کړنې دي. هغه وویل، چې کال په کال حیواني او کرنیز محصولات په زیاتېدودي او ویل کیږي، چې دتېر کال په پرتله به سږ کال د مېوو د بڼونو حاصلات کابو ۳۰ سلنه زیاتوالی ولري.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د خصوصي سکټور د پراختیا رییس حبیب الله حبیبي هم په هېواد کې سیاسي خپلواکۍ ته درسېدو په پار پر اقتصاي خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویي ویل، په لومړني اوړني کرنیز نندارتون کې چې، د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په درشل کې په لاره اچول شوې ده، له ټولو ولایتونو څخه کرنیز او حیواني محصولات په ۲۳۰ غرفو کې نندارې ته اېښودل شوي دي. هغه وویل، چې په ۱۶۹ غرفو کې کرنیز او حیواني محصولات او په ۶۱ غرفوکې د مېرمنو لاسي صنایع نندارې ته وړاندې شوي دي.
ښاغلی حبیبي وایي، چې ورته نندارتونونه جوړول د محصولاتو د زیاتوالی او د بزګرانو او د حیواني او کرنیزو محصولاتو د تولیدوونکو د کاروبار د غوړېدا لامل کیږي.
دغه راز د پکتیا ولایت یوتن بزګر حاجي عبدالودود د د بزګرانو د محصولاتو زیاتوالي او دغه راز د دوی اقتصادي ودې ښه کولو په پرخه کې د کرنې وزارت کړنې وستایل او مننه یې کړه. هغه وویل، چې د بزګرانو او مالدارانو د ملاتړ په پار نور کار ته هم اړتیا شته چې باید ووشي. حاجي عبدالودود وویل، چې کال په کال د کرکېلي او ځنګلونو سیمې په ډېرېدو دي، چې نن د بزګرانو تولید د هېواد بازارونه ډک کړي دي. هغه همداراز وویل، چې د اوبو کموالی او د مارکېټ نه شتون بزګرانو ته ستونزې ولاړې کړي دي. هغه د کرنې له وزارت او نورو مسوولو چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې د اوبو د بندونو جوړولو او د باران د اوبو د زېرمه کولو په برخه کې دې کوټلي ګامونه پورته کړي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۲۲
Background image

جلسه هماهنگی میان وزارت زراعت و اداره ملی احصائیه برگزار شد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه تخنیکی و هماهنگی میان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری و اداره ملی احصائیه، تحت ریاست مولوی صدر اعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۱۳:۱۸
Background image

دیدار وزیر زراعت با نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد


۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری با تورهان صالح نماینده جدید برنامه توسعه سازمان ملل متحد (UNDP)  برای افغانستان، دیدار و درباره گسترش همکاری‌ها و. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۹ - ۹:۵۴
Background image

توزیع کود و گندم بذری اصلاح‌شده برای ایجاد قطعات نمایشی گندم در بادغیس

 ۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، به‌منظور ترویج روش‌های معیاری کشت و افزایش حاصل‌دهی گندم، برای ۱۴ قطعه نمایشی گندم در ولسوالی‌های قادس، دره‌بوم، مقر، آب. . .

BACK TO NEWS