د ا.ا.ا. یو شمېر لوړپوړو چارواکو د قوش تېپې کانال له چارو لیدنه وکړه

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۱۷ - ۱۵:۱۷
د ا.ا.ا. یو شمېر لوړپوړو چارواکو د قوش تېپې کانال له چارو لیدنه وکړه

۱۷ کب ۱۴۰۱ه‍.ش
۱۵ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ا.ا.ا. یو شمېر لوړپوړو چارواکو د قوش‌تېپې کانال څخه د لیدنې په موخه بلخ ولایت ته سفر وکړ. د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال تر څنګ، د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر مولوي نجیب الله حقاني، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستیال مولوي صدر اعظم، د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد ابراهیم صدر، د روغتیا وزارت مرستیال مولوي محمد اسحق، د افغانستان بانک مرستیال نور احمد آغا، د ننګرهار والي حاجي ګل محمد، د بلخ والي مزمل، د سمنګان والي حاجي فضلي، د بلخ د قول اردو مسئول مولوي مطیع الله او نورو لوړ پوړو دولتي چارواکو هم ګډون کړی و.
 د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د یاد کانال څخه د لیدنې پر مهال وویل: «زموږ د نني سفر موخه د قوش‌تېپې کانال له کاري پرمختګونو څخه لیدنه ده، چې الحمدالله کارونه یې د ملي پراختیا شرکت په رهبرۍ او سالم مدیریت له امله د پلان سره سم پر مخ روان دي.»
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه: «د افغانستان اسلامي امارت د قوش‌تېپې کانال پلي کېدو ته ژمن دی او زموږ د نني راتګ له موخو څخه یوه هم دا وه تر څو خپل ملت ته ډاډ ورکړو چې موږ د دې ملي او حیاتي پروژې بشپړېدو او په هر صورت پای ته رسولو ته ژمن یو.»
ددې لیدنې په ترڅ کې د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند  او نورو چارواکو د یادې پروژې د مسؤلینو له ترسره شوو هڅو ستاینه وکړه او هغوی ته یې د کارونو د لا ښه‌والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د قوش تېپې کانال پروژه د هېواد شمال کې له امو سيند سره تر يو ځايه موازي پراته ده. د قوش تېپې کانال دا ظرفيت لري چې د يو کال په موده کې له امو سينده ۱۰ مېليارده متر مکعب اوبه پورته او ځمکې پرې خړوبې شي. 
دکرنې وزارت د چارواکو په خبره دغه پروژه د ۲۸۰ کیلومتره په اوږدوالي، د ۱۰۰ متره په پلنوالي او ٨،٥ مترو په ژوروالي سره په بلخ، جوزجان او فاریاب ولایتونو کې د شاوخوا ۵۰۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتيا لري. د دې پروژې له بشپړېدو سره به پر نورو هېوادونو د افغانستان د غلې دانې تکیه راکمه شي. افغانستان اوسمهال د اړتیا وړ ډېره برخه غنم د منځنۍ اسیا له هېوادونو او پاکستانه واردوي.
د يادوني وړ ده، چي د قوش تېپې کانال د هيواد په تاریخ کي له سترو او ملي پروژو څخه ده، چي په بشپړېدو سره به یې د هيواد په شمال کي شاوخوا درې نیم میلیونه جریبه شاړه او بې حاصله مځکه خړوبه شي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۵
Background image

نظارت از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری ۵۰۰ متری در ولسوالی خاکجبار کابل

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری در  ولسوالی خاکجبار ولایت کابل از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری به طول ۵۰۰ متر در این ولسوالی نظارت کردند.
این کانال با هماهنگی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

۱۳ سبزخانه در سیدآباد میدان وردک به بهره‌برداری سپرده شد

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
۱۳ سبزخانه در مناطق مختلف ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و حمایت مالی موسسه ان‌سی‌اې، در حضور یک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

بازگشت به خبرها