میدان وردګو ولایت کې یوشمېر بېوزله بزګرانو سره مرستې وشوې

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۲۴ - ۹:۴۹
cxcxzc

د میدان وردګو ولایت دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د امریکاپراختیایي ادارې (USAID) په مالي ملاتړ او د «نارټ سټار» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د میدان وردګو ولایت مرکز میدان ښار په ۸۷ بېوزله بزګرانو د کار په بدل کې خوراکي توکي وېشلي دي.
د چارواکو په خبره ددې مرستې په لړ کې هر کارګر ته د ۶۰ امریکایي ډالرو په ارزښت خوراکي توکي، چې په کې «اوړه، غوړي، وریجې، بوره، لوبیا او چای» شامل دي وېشل شوي دي.
باید وویل شي، چې موده مخکې هم د د امریکاپراختیایي ادارې (USAID) په مالي ملاتړ ددې ولایت له ۶۴۲ بزګرانو سره د غنمو د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې شوي دي او په پام کې ده، چې په نږدې راتلونکې کې ددې ولایت د نرخ په ولسوالی کې هم په ۳۰۰ بزګرانو لوبیا، دال او کیمیاوي سرې ووېشل شي.
ددې مرستې موخه د بېوزله بزګرانو ملاتړ او د دوی اقتصادي ودې ته زمینه برابرول دي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۵:۴۲
Background image

نشست به‌منظور بهبود فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی برگزار شد

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۷ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ هـ.ق
به‌منظور ارزیابی و تقویت هماهنگی فعالیت‌های مرکز واحد تثبیت اراضی، نشست مهمی در ریاست تصفیه اراضی مربوط وزارت زراعت، آبیاری و مالداری. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

فرصت ویژه برای تولیدکنندگان و متشبثان سکتور زراعت و مالداری کشور

ریاست انکشاف سکتور خصوصی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان از شما دعوت می‌کند تا در  میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری در بادام‌باغ کابل غرفه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱
Background image

برگزاری جلسه هماهنگی سکتور زراعت و انکشاف دهات در فاریاب

۱۵ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت فاریاب به‌منظور بررسی روند تطبیق برنامه نهال‌شانی خزانی ۱۴۰۴ و کمپاین ملی نهال‌شانی بهاری ۱۴۰۵، تحت ریاست مولوی جان‌مراد وقار رئیس. . .

بازگشت به خبرها