د پکتیکا دکرنې ریاست: ۲۱ زره او ۶۸۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۶ - ۱۴:۴۹
د پکتیکا دکرنې ریاست: ۲۱ زره او ۶۸۳ جریبه ځمکه امارتي تثبیت شوه

۲۶ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د افغانستان اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره ولایتي کمېټې رامنځ ته او په کار يې پیل وکړ، دا کمېټې د امنیتي او قضایي ارګانونو په ګډون لس غړې لري، چې مشري یې د ولایتونو دکرنې ریاست پر غاړه لري او دنده یې د ولایت په کچه د دولتي ځمکو څخه د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو بېرته راګرځول او په دې برخه کې د خلکو عامه پوهاوی دی.
په همدې موخه د پکتیکا ولایت لپاره د دې کمېټې مشرتابه او غړي وايي، چې د دولتي ځمکو د تثبیت پروسه یې په مرکز او ولسوالیو کې پيل کړې چې تراوسه یې زرګونه جریبه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه خلاصه کړې ده.
د پکتیکا دکرنې رییس چې د غصب څخه د مخنیوي کمېټې مشري پر غاړه لري وویل، د دوی د کمېټې د کار له پیله را وروسته د پکتیکا مرکز په ګډون په یو شمېر ولسوالیو کې تر دا مهاله زرګونه جریبه ځمکه امارتي تثبیت او له غصب څخه ژغورلي دي.
د ده په وینا تیره ورځ هم د دې کمېټې مشرتابه او غړو د پکتیکا په ولایت کې  ۲۱ زره او ۶۸۳ جریبه ځمکه امارتي ځمکه تثبیت او له غصب څخه وژغورل؛د ده په وینا خلک باید د دولتي ځمکو له غصب څخه ډډه وکړي ترڅو په راتلوونکې کې له ستونزو څخه خلاص وي.
د پکتیکا دکرنې رییس زیاته کړه چې د افغانستان اسلامي ام.ارت  د ا.م.ارتي ځمکو د ساتنې په برخه کې ډېر جدي دی او هیچاته به اجازه ور نکړي چې له خبردارۍ سره سره بیا هم دولتي ځمکې غصب کړي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

شرکت زراعتی وادی ننگرهار تولیدات خود را در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن به نمایش و فروش گذاشت

۱۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن در کابل گشایش یافت که شرکت زراعتی وادی ننگرهار نیز با ارائه و فروش تولیدات معیاری و داخلی خود، حضور فعال در این نمایشگاه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۱۱
Background image

جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات در ولایت بدخشان برگزار شد

۱۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه سکتور زراعت و انکشاف دهات ولایت بدخشان بر اساس برنامه جلسات سکتوری مقام ولایت، با حضور مسئولان ادارات امارتی، نمایندگان مؤسسات ملی و بین‌المللی، نماینده پوهنحی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۹:۱
Background image

سفر معین زراعت و مالداری به ولایت پروان و افتتاح برنامه آموزشی داکتر وترنران

۱۰ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در سفر به ولایت پروان برنامه آموزشی داکتر وترنران را که از سوی کمیته هالند برگزار می‌شود،. . .

بازگشت به خبرها