د ننګرهار کانال کړنې او لاسته راوړنې

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۲۲ - ۹:۴۸
د ننګرهار کانال کړنې او لاسته راوړنې

د ننګرهار کانال رییس مولوي غلام الرحمن کظيم د رسنيز کنفرانس له لارې د کانال رياست لاسته راوړنې، روان، ترسره شوي او راتلونكو کارونو او پلانونو په اړه رسنيو ته معلومات ورکړه.
په دې رسنیز کنفرانس کې ښاغلی مولوی غلام الرحمن کظیم وویل: «زرجريبه هغه نااباده ځمکه چې د سېلابونو، زياتو اوبو راوتو او نورو ناخوالو له لاسه تخريب شوې وه د جوړولو چاري يې روانې دي، چې په کې فرعي ویالې،  استنادي پولې او نور هم شامل دي، چې د کرنيزو شرکتونو په همکارۍ جوړېږي» .
د ننګرهار دکانال رییس دغه راز د بڼوالۍ د پراختیا په برخه کې هم ددې ریاست د هلو ځلو په هکله وویل، چې په ۳۶۰ جريبه ځمکه د زیتونو بڼونه جوړېږي د هغه په خبره دا هغه ځمکې دي، چې پنځه لسیزه شاړې پاتې وې.
دغه راز د دې فارم په ۱۷۵۰۰ جریبه ځمکه کې د مالټې نوې بڼونه هم جوړېږي، چې  ۱۲۰۰۰ یې کرل شوي او ۵۵۰۰ نوریې نوې کرل کېږي.
د ښاغلي کظیم په خبره دکرکېیلي د میکانیزه کولو په پار هم په دې کانال کې یوشمېر کړنې ترسره شوي دي، چې له دې ډلې ۴۲۶ جریبه ځمکه کې د اوبه خور د څاڅکو سيستم جوړېږي هغه وویل:«په زياته برخه ځمكه يې د کرنې د ميکانيزه کولو او اوبو د سپما په پار دا سيسټم پلى شوى دی، په دومره لويه کچه لومړى ځل دى، چې په ټول افغانستان کې پلې کېږي».
مولوی عبدالرحمن کظیم دغه راز زیاته کړه، چې د کانال رياست په څلورګونو فارمونو کې شاوخوا ۲۳ زره د بېرې بوټي کرل شوي، چې ورسره به د بېرې مېوه ترلاسه او د شاتو مچيو کاروبار به  لا پياوړى شي.
ښاغلی کظیم وویل: «د ننګرهار کانال درې سترې قوريې لري (لومړي ، دوهم او درېيم فارمونو کې ) اوس موږ ديته اړتيا نه لرو چې له بازاره يا د بل چا /بلى قوريي نه بوټې واخلو».
د ننګرهار دکانال رییس دغه راز د زیتونو تېل په هکله هم له رسنیو سره معلومات شریک کړل هغه وویل: « تېرکال مو د زيتونو تېل اندازه ډېر لوړ وه، چې ۱۲۱ زره ليتره تېل ترلاسه شوې ده، دومره اندازه په تېرو څلور لسيزو کې نه و ترلاسه شوې، او امکان شته چې له هېواده بهر هم صادر شي.»
ددغو کړنو ترڅنګ د مالدارۍ په برخه کې هم ګڼې کړنې ترسره شوي دي، او یوشمېر یې تر کار لاندې دي، چې د کانال ریاست اړوند په ۳،۲ او ۴ فارمونو کې به د مالدارۍ ویجاړ شوي فارمونه بیا ورغول شي.
ښاغلی کظیم دغه راز وویل، چې د هډې فارم کې او د چرګانو روزنې فارم جوړولو چارې هم روانې دي او څلورو شرکتونو ته یې د فعالیت اجازه ورکړئ دی.
دغه راز د خرماوو بڼونو د پراختیا په پار هم پلانونه تر لاس لاندې دي مولوی عبدلرحمن کظیم وویل: «د کانال له خرماباغ څخه تېر کال شاوخوا اتلس ټنه خرما ترلاسه شوې وه، پلان لرو چې د خرماو بڼونه لا زيات کړو».
د ننګرهار دکانال رییس مولوی عبدالرحمن کظیم دغه راز زیاته کړه، چې د یاد کانال په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي دي او دغه راز ددې ریاست اړوندو ځمکو کې ۱۰۱ بابه شنې خونې هم جوړې شوي دي.

خبرهای تازه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۲۵
Background image

آغاز کمپاین تطبیق واکسین طاعون نشخوارکنندگان کوچک در ولایت

۱۴ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین تطبیق واکسین بیماری طاعون نشخوارکنندگان کوچک (PPR) با برگزاری محفلی به ریاست قاری فضل‌الله دیوبند، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت پنجشیر، رسماً آغاز شد.
در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۴ - ۹:۲۵
Background image

توزیع بسته‌های پرورش سمارق برای دهقانان ولسوالی جرم

۱۴ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان با همکاری مؤسسه شلتر فار لایف، بسته‌های وسایل پرورش سمارق را برای ۵۰ تن از دهقانان پنج قریه ولسوالی جرم توزیع کرد.
این بسته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۳۴
Background image

شرکت زراعتی وادی ننگرهار تولیدات خود را در پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن به نمایش و فروش گذاشت

۱۱ سرطان ۱۴۰۵ هـ.ش
پنجمین نمایشگاه ملی و بین‌المللی صنعت و معدن در کابل گشایش یافت که شرکت زراعتی وادی ننگرهار نیز با ارائه و فروش تولیدات معیاری و داخلی خود، حضور فعال در این نمایشگاه. . .

بازگشت به خبرها