د ننګرهار دکرنې ریاست: په لومړی ځل د صادراتي کرنیزو محصولاتو ضد عفونې کولو (فومکیشن) لړۍ پیل شو
د ننګرهار ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتنې او قرانطین مدیریت د فومکیشن څانګه د کندا فروټ شرکت په همکارۍ په ننګرهار ولایت کې په لومړی ځل د صادراتي کرنیزو محصولاتو د ضد عفونې کولو (فومکیشن) لړۍ پیل کړه.
د چارواکو په وینا د صادراتي کرنیزو محصولاتو ضد عفونې کولو (فومکیشن) څخه موخه داده، چې بهرنیو هېوادونو ته د نړیوال سوداګریزو اصولو (W.T.O) طرزالعمل مطابق له ناروغیو او افاتو څخه پاک افغانې کرنیز محصولات صادر شي.
د ننګرهار دکرنې ریاست چارواکي وایي، هڅه کوي، چې په نړیوله کچه د افغانستان کرنیزو محصولاتو ته ښه مارکېټ پیدا کړي.
