د ننګرهار دکرنې ریاست: بهسود کې 2200 جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۰ - ۱۴:۳
د ننګرهار دکرنې ریاست: بهسود کې 2200 جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوه

۱۰ مرغومې ۱۴۰۱ه‍.ش
۷ جُمادیَ الثّاني ۱۴۴۴ ه‍.ق
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت په بهسود ولسوالی کې ۲۲۰۰ جریبه امارتي ځمکه تثبیت شوی دی.
د ننګرهار ولایت د امارتي، سلطاني، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکي پلاوی د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد په مشری په خپل کارې سفر کې د بهسودو ولسوالی اړوند د جمالي، عبدیانې، قاسم آباد او بهسود خاص کلیو کې نږدې2200 جریبه امارتي ځمکه تثبیت کړه. 
د ننګرهار دکرنې رییس مولوی عبدالستار محمد وویل، چې د جمالي، عبدیانې، بهسودخاص په کلیو کې او همدارنګه د قاسم آباد په ښارګوټی کې د ښاروالۍ له لوري، چې هیوادوالو ته یو شمېر رهایشي نمرې په قانونې توګه وېشل شوي دي، د غاصبینو لخوا په زیاته اندازه نمرې غصب شوي، چې د تثبیت څخه وروسته به یي د تصفي  په اړه هم تصمیم ونیول شي. 
محمد وویل چې په ننګرهار ولایت کې د امارتي، سلطانې، مرعي او وقفي ځمکو د غصب څخه د بېرته راګرځولو تخنیکې پلاوی به د دې ولایت ټولو ولسوالیو ته سفرونه وکړي او غصب شوي ځمکې به تثبیت او لست به یې د مرکزي تخنیکې کمیسون سره د وروستي تصمیم نیونې په موخه شریک کړي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۳۵
Background image

نظارت از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری ۵۰۰ متری در ولسوالی خاکجبار کابل

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
کارمندان ریاست زراعت، آبیاری و مالداری در  ولسوالی خاکجبار ولایت کابل از روند پیشرفت کار یک کانال آبیاری به طول ۵۰۰ متر در این ولسوالی نظارت کردند.
این کانال با هماهنگی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۲ - ۹:۱۵
Background image

۱۳ سبزخانه در سیدآباد میدان وردک به بهره‌برداری سپرده شد

۱۲ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
۱۳ سبزخانه در مناطق مختلف ولسوالی سیدآباد ولایت میدان وردک، با همکاری ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و حمایت مالی موسسه ان‌سی‌اې، در حضور یک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

بازگشت به خبرها