کابل کې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېټې عملي چارې

user-admin
شنبه ۱۴۰۱/۹/۵ - ۱۰:۲۶
کابل کې د غصب مخنیوی او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمېټې عملي چارې

د کابل ولایت د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د تشخیص او راګرځولو تخنیکي پلاوی د حافظ الحاج عبیدالله حقاني په مشرۍ، د کابل په ختیځ کې د سناتور جنت ګل خان مشهور په ملاتره خېل ښارګوټي کې د غصب شویو امارتي ځمکو د تشخیص او بېرته راګرځو لو په موخه عملي چارې پیل کړې.
یاد تخنیکي ټیم په نوموړي ښارګوټي کې د میشت قومي مشرانو او استازو سره ناسته وکړه، په ترڅ کې یې د امارتي او شخصي ځمکو او ملکیتونو د غصب د مخ نیوي او بېرته راګرځولو په اړوند، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د خپاره شوي ځانګړي فرمان محتوا، د پلاوی مشر حافظ عبید الله حقاني لخوا د یادې سیمې اوسیدونکو ته تشریح شوه، ښاغلي حقاني د فرمان په رڼا کې د غصب د مخنیوي شرعي ګټې بیان کړې او  ویې ویل: «د  بیت المال اړوند ملکیتونو او ځمکو غصب ناروا کار دی، چې نظام او ټولنې ته یې زیان رسېږي او پر غصب شوې ځمکه حتی عبادت کول هم د غصبکوونکي لپاره اخروي ګټې نه شي تضمین کولای».
دغه راز بیت المال کې د هېواد ټول وګړي او اقشار برخه لري، غصبول یې د ټولو پرحقوقو د تیري په معنی دہ. 
حقاني زیاته کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت د هېواد په لر اوبرکې د غصب شویو ځمکو او ملکتیونو د هغوی حقدارانو ته ، بیرته ګرځولو ته ژمن دی، په دې برخه کې ستاسو ددې ښارګوټي د اوسیدونکو څخه هیله کوو، چې زموږ له تخنیکي ټیم سره د غصب شویو سیمو په راپیژندلو کې مرسته وکړئ. 
په یاد ښارګوټي کې د اوسیدوونکو په استازولۍ څو تنو مشرانو خبرې وکړې، د افغانستان اسلامي امارت او د عالیقدر امیر المؤمنین د فرمان د خورا ښه تطبیق په برخه کې یې له خپله اړخه د همکارۍ ډاډ ورکړ. 
سیمې ته ورغلي تختیکي ټیم عملاً خپلې چارې پیل کړې، او ټاکل شوې چې په لنډه موده کې به د غصب شویو ځمکو حدود او مساحت معلوم او ټولې غصب شوې ځمکې به تشخیص او تثبیت کړي او هم به یې اړوند مراجعو ته وسپاري. 
یاده دې وي چې؛ د تېرې جمهوري ادرارې پرمهال د یو شمېر زور واکو او غاصبینو لخوا دافغانستان په لر او برکې زرګونه هکتاره د بیت المال او اشخاصو اړوند شخصي ځمکې او ملکیتونه غصب شوي وو؛ د افغانستان د اسلامي امارت د حاکمیت څخه وروسته د یادو ځمکو او ملکیتونو د تشخیص، تثبیت او اړوند مراجعو ته یې بېرته د سپارلو په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله لخوا ځانګړی فرمان صادر او په رڼاکې یې تر دا مهاله د ټاکل شوي کمیسیون لخوا سوونه هکتاره ځمکې او ملکتیونه تشخیص، تثبیت  وروسته اړوند مراجعو ته سپارل شوي او دا لړۍ د افغانستان په تولو ولایتونو اوپلازمینې کابل کې په جدي ډول روانه ده، چې نن یې عملي چارې پیل شوې او تر پایه به دوام ومومي.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۹
Background image

سردخانه عصری ۱۰۰ متریک تنی در جوزجان به یک شرکت خصوصی به اجاره سپرده شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان یک باب سردخانه عصری و معیاری به ظرفیت ۱۰۰ متریک تن را که با هزینه بیش از ۳۴ میلیون افغانی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

نشست پیرامون انکشاف صنعت مرغداری در افغانستان برگزار شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشستی به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور نماینده‌گان معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء، وزارت‌های مالیه و صنعت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

BACK TO NEWS