‎پکتیا کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

user-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۸/۱۹ - ۱۱:۵۶
‎پکتیا کې د غنمو ننداریزې کروندې جوړېږي

 

‎د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا ددې ولایت په مرکز او احمدابا ولسوالی کې د اصلاح شوو غنمو شل ننداریزې کروندې جوړېږي.
‎په همدې موخه د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست کې د ځانګړيو مراسمو په ترڅ کې بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوی تخم، توره او سپینه سره ووېشل شوه.
‎د ویش پر مهال د پکتیا د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالروف سعید وویل، د پکتیا د مرکز او احمدابا ولسوالی ۲۰ تنه مخکښه بزګرانو هر یوه ته ، ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوی تخم، ۲۵ کیلو ګرامه توره سره او ۵۰ کیلو ګرامه یوریا سپینه سره هم ورکړل شوه.
‎ښاغلي سعید زیاته  کړه، چې ددې ننداریزو کروندو له کښت کولو څخه مو موخه داده چې له یوې خوا بزګرانو ته ددې ارزښت وښودل شي، چې نورو محلي تخمونو څخه زیات حاصل ورکوي او له شیندلي شکل څخه کتاري شکل کرونده ښه پایله ورکوي او بل داچې بزګرانو ته د ننداریزو قطعو اهمیت په نښه  او راتلوونکې کې همدا ډول کروندو ته مخه کړي.
‎ګټه اخیستونکو بزګرانو خوښي وښوده، چې ورته دغنمو ننداریزې کروندې جوړیږي دوی د کرنې ریاست هڅې د یوې پرمختللې کروندې لپاره ګټورې وبللې.
‎ د کرنې ریاست د غله جاتو مدیر وویل، چې دیادو ننداریزو قطعاتو لپاره له وړاندې سروې ترسره شوې وه چی مخکښ بزګران او په شرایطو برابره ځمکه ورته انتخاب شوی وه.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۰:۹
Background image

سردخانه عصری ۱۰۰ متریک تنی در جوزجان به یک شرکت خصوصی به اجاره سپرده شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت جوزجان یک باب سردخانه عصری و معیاری به ظرفیت ۱۰۰ متریک تن را که با هزینه بیش از ۳۴ میلیون افغانی از سوی وزارت زراعت، آبیاری و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۹:۲۵
Background image

نشست پیرامون انکشاف صنعت مرغداری در افغانستان برگزار شد

۲۸ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
نشستی به رهبری مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور نماینده‌گان معاونیت اقتصادی ریاست‌الوزراء، وزارت‌های مالیه و صنعت و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

افتتاح و بهره‌برداری یک چکدم با ظرفیت ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در ولایت فراه

۲۷ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
یک چکدم به طول مجموعی ۴۱۲ متر و ظرفیت تقریبی ذخیره ۱۰۰ هزار متر مکعب آب در قریه انجیران ولسوالی پشت‌کوه ولایت فراه افتتاح و به بهره‌برداری سپرده شد.
مراسم افتتاح این. . .

BACK TO NEWS