‎کونړ کې د کبانو په ۱۸ فارم لرونکو د کبانو خوراکه اواړین توکي ووېشل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۲ - ۹:۰
‎کونړ کې د کبانو په ۱۸ فارم لرونکو د کبانو خوراکه اواړین توکي ووېشل شول

د کونړ دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ ځنځیري ارزښت پروژې د( USAID-DAI ) په مرسته د کونړ  ولايت په نرنګ، سرکاڼو او څوکۍ ولسوالیو کې په ۱۸ کب روزونکو د کبانو خوراکه او اړین توکي وېشلي دي.
‎په دغو توکو کې ۱۸ ټنه دکبانو خوراکه، د کبانو نیولو جالونه، د کبانو نیولو جامې، PH او Thermometer  شامل دي.
‎همدارنګه په ورته برخه کب روزونکو ته د کبانو فارم د مدیریت تر عنوان لاندې روزنه هم ورکړل شوه.
‎د وېش پرمهال د څوکۍ ولسوال د یادې ادارې څخه د مننې ترڅنګ غوښتنه وکړه، چې د کبانو برخه کې لازیاتې مرستې وشي تر څو دغه سکتور لا پیاوړي شي.
‎وروسته د کونړ د کرنې رياست چارواکي د کبانو روزنکو ته د وېشل شوي خوراکې په اهمیت رڼا واچوله او زیاته یي کړه، چې دغه خوراکه معیاري خوراکه ده، چې کبانو ته په ورکولو سره به ښه تغذیه او محصولات به مو زیات شي.
‎همداراز د مالدارۍ ځنځیري ارزښت د پروژې مسؤل انصارالله د کونړ د کرنې ریاست او د کبانو روزنکو ته ډاډ ورکړ چې په ورته برخه کې به لا زیاتې مرستې ترسره شي، تر څو د کبانو روزنې سکتور پیاوړي او د وارداتي کبانو مخه ونیول شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۲۳
Background image

بررسی وضعیت باغ‌های گیلاس در ولسوالی گرزیوان فاریاب

۲۵ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
هیأتی متشکل از محمد ظریف رحیق آمر امور زراعتی  ریاست زراعت، آبیاری و مالداری نماینده گان  ریاست حفاظت محیط زیست و ریاست اقتصاد ولایت فاریاب، از باغ‌های گیلاس در. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۷
Background image

بهره‌برداری از کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر در نورستان

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
کانال آبیاری به طول ۷۷۰۰ متر میان قریه‌های پرونز و دیوی ولایت نورستان که با حمایت مالی برنامه جهانی غذا (WFP)، همکاری تخنیکی مؤسسه ان‌سی‌آر‌او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۲:۲۱
Background image

آموزش ۱۴ مسئول کلینیک‌های حیوانی در بدخشان درباره نمونه‌گیری خون از حیوانات مشکوک به تب سه‌روزه

۲۶ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
به‌منظور تشخیص به‌موقع بیماری تب سه‌روزه حیوانی و بررسی وضعیت شیوع آن، برای ۱۴ تن از مسئولان کلینیک‌های حیوانی در ولایت بدخشان رهنمودهای تخنیکی درباره علایم بیماری،. . .

BACK TO NEWS