زابل کې د انګورو بڼوالو او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

user-admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۱ - ۸:۴۹
زابل کې د انګورو بڼوالو او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه


۳۰ زمری ۱۴۰۱ه‍.ش
۲۳ محرم الحرام ۱۴۴۴ ه‍.ق 
د زابل ولايت د کرنې، اوبوولګولو او مالدارۍ رياست 
په مرسته ددې ولايت  د انګورو بڼوالو او سوداګرو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.

یاده غونډه چې د زابل دکرنې په رياست کې تر سره شوه پر مهال يې د د زابل دکرنې رئیس، د سولې بنیاد مؤسسی مسؤلینو، بزګرانو، د کابل او کندهار سوداګرو حضور درلود.
د زابل دکرنې رييس مولوي عطاء الله راشد وویل زابل د انګورو، بادامو او انځورو په برخه کې ښه او ډېر حاصلات لري، خو سږ کال د اورښتونو او یو شمېر ناروغیو له امله بې کیفیت شوي ول.
 ښاغلي راشد له بزګرانو څخه وغوښتل چې د ونو  د تداوي په موخه له کرنې ریاست سره مالومات وکړي، ځکه دوی دلته ډاکتران لري چې بزکران د خپلو باغونو د ناروغیو معلومات را وړي، موږ به د ناروغیو مطابق دوا ورکړو، که بزګران دوا په خپل سر استعمال کړي شاید نباتاتو ته زیان ورسېږي.
ښاغلی راشد له ټولو تجارانو څخه وغوښتل چې د دوی د بزګرانو د مال او حاصلاتو لپاره بازار پیدا کړي او مؤسساتو ته یې په خطاب کې وویل چې باید بزګرانو ته د کرنې په برخه کې بنیادي کارونه وشي، ځکه کرنه داسې څه دی چې د یوې ټولنې د اقتصاد د پورته کیدېدو سبب ګرځي.
په همدې حال کې د سولې بنسټ مؤسسې یا Roots of Peace مسوول انجنير زبیر وویل: "موږ د بزګرانو لپاره روزنیز پروکرامونه لرو چې  شاجوی، شهرصفا او ارغنداب ولسوالیو کې مخکې پیل شوي وو او خاک افغان، میزانې ولسوالیو کې اوس پیل کیږي، غواړو چې بزګران او تجاران سره یو ځای، هماهنګه کړو تر څو د بزګرانو حاصلات په ښه توګه بازار پیدا کړي".
 د انجنير زبير په خبره د يو کال په ترڅ کې یې د زابل په بېلا بېلو سیمو کې ٤٨٠ بېلابېل باغونه جوړ کړي دي چې تقریباً حاصلاتو ته رسېدلي دي.
د غه راز د یادې مؤسسې مسؤل سمیع الله عرفان وویل په شپږو ولایت کې دوی دې ته ورته پروګرامونه لري چې د بزا ګرانو او تجارانو تر منځ هماهنګي رامنځته کوي، د دې ترڅنګ بزګرانو ته د بازار پیدا کولو، حاصلاتو ته وده ورکول او روزنیز پروګرامونه چمتو کوي.
ښاغلی غرفان وويل غواړي چې د بزګرانو حاصلاتو ته په  بهر او داخل کې په ښه ډول د دوی حاصلاتو ته بازار پیدا کړيل.
هغه وویل له بزګرانو سره په پنځو برخو کې کار کوو او د تجارانو سره په ١٢ برخو کې کار کوو چې دغه پروګرامونه يې تر ډېره د موسم مطابق جوړېږي.
د غونډې په جریان کې سوداګر وویل: "غواړو چې ستاسو حاصلات په ښه ډول نورو هېوادونو ته صادر او هلته یې په خرڅ کړو، خو بزګران باید خپلو حاصلاتو ته زیاته پاملرنه وکړي، ځکه ښه حاصلات ښه بازار لري او په ښه بيه خرڅېږي."
 دوی وویل چې باید په ګډه کار وکړو ځکه مؤسسې هر وخت نه وي.
په همدې حال کې بزګرانو وویل چې د دوی میوې ټولې پرتې دي او هیڅ بازار نه لري دوی له تجارانو او مؤسسو څخه وغوښتل چې د دوی د حاصلات لپاره بازار پیدا کړي په خبره یې اورښتونو او سېلابونه یې هم حاصلات خراب کړل، که تجاران،  مؤسسې او د کرتې مسؤلین همکاري ونه کړي دوی به زیات زیانمن شي.
داپه داسې حال کې ده چې سږ کال په دې ولایت کې زیات د بادامو، انځورو او بادامو حاصلات شوي خو د اورښتونو، سېلابونو او ناروغیو له امله زیانمن شوي چې اوس بازار موندنه هم نلري خو اوس د زابل دکرنې ریاست د سولې بنسټ مؤسسې په همکارۍ غواړي چې دغو حاصلاتو ته بازار پیدا کړي.

خبرهای تازه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۸:۴۳
Background image

بازدید سخنگوی وزارت زراعت از غرفه‌های نمایشگاه محصولات زراعتی در بادام‌باغ کابل


۵ ثور ۱۴۰۵
در چهارمین روز میله دهقان و سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری، مولوی شیرمحمد حاتمی (نمبریک)، رئیس اطلاعات و آگاهی‌عامه و سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، از. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۷:۲۰
Background image

برگزاری برنامه دیدار تجار با تجار در نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری


۵ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
برنامه دیدار تجار با تجار (B2B) در جریان  سی‌وچهارمین نمایشگاه محصولات زراعتی و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در فارم تحقیقاتی بادام‌باغ کابل برگزار گردید.
این. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۷:۴۶
Background image

تکمیل پروژه اعمار چکدم خاکی در ولسوالی خواجه‌موسی فاریاب

پروژه اعمار یک باب چکدم خاکی در قریه غارتپه مربوط ولسوالی خواجه‌موسی ولایت فاریاب با موفقیت تکمیل و به بهره‌برداری سپرده شد. این پروژه با هدف مدیریت منابع آبی، جلوگیری از فرسایش خاک،. . .

بازگشت به خبرها