زابل کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې هلې ځلې

mail-admin
شنبه ۱۴۰۱/۵/۱ - ۹:۳۱
زابل کې د ځمکې غصب سره د مبارزې کمېټې هلې ځلې 

۱ زمری ۱۴۰۱ ه‍.ش
۲۴ ذوالحجَّة ۱۴۴۳ ه‍.ق
د زابل ولایت کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د دولتي ځمکو غصب سره د مبارزې د کمېټې غړي له ځایي خلکو سره وینې او د عامه پوهاوي ترڅنګ د غصب مخنیوي اړوند ورته لازمې لارښوونې کوي.
 په همدې موخه د یادې کمېټې غړي د زابل مرکز کلات اړوندو سیمو څخه لیدنه وکړه او د مشرتابه د حم پر اساس هغه چارې چې په غصب شویو ځمکو کې جریان درلود بند کړل او په دې هکله خلکو ته لازمې لارښوونې وکړې.
ددې لیدنې په ترڅ کې د زابل د کرنې رییس مولوی عطاءالله راشد، وویل:«موده مخکې د یادو دولتي ځمکو غصب کوونکو ته څو ځله خبر ورکړی وو چې خپل اسناد دي اړوندو ادارو ته وسپاري خو دوی د څو ځله خبرتیا سره سره بیا هم ځانونه حاضر نکړل او نن د غصب د مخنیوي کمېټې د ټولو غړو د پرېکړې په اساس په عملي توګه اجراات تر سره شول او سلګونه جریبه دولتي ځمکه را وګرځول شوه او په خپلسري توګه جوړ شوي تاسیسات ونړول شول».
ښاغلي راشد همدارنګه وویل، چې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي لړۍ به جاري وساتي او هیچاته به اجازه ورنکړل شي چې دولتي ځمکې غصب کړي.
د یادونې وړ ده چې د تېرو څو میاشتو په لړ کې د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي کمېټې په هلو ځلو په زابل کې شاوخوا درې زره جریبه ځمکه راګرځول شوې ده .
په دې کمېټه کې اړوندو چارواکو وايي، هېڅ فرد يا ډله د دولتي ځمکو او جايدادونو د غصب حق نه لري او د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.
د دولتي ځمکو له غصب سره د مبارزې کمیټه د ولایت مقام، امنیه قوماندانۍ، د کرنې ریاست، د محکمو او څارنوالۍ، ښاروالۍ او د ښار جوړونې او ځمکو د ریاستونو له استازو څخه جوړه ده چې مشري یې دکرنې ریاست کوي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها