د هلمند دکرنې ریاست: همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

mail-admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۴/۹ - ۲۱:۲۴
د هلمند دکرنې ریاست:  همکارو برنامو سره سکټوري غونډه ترسره شوه

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست وایي، چې ددې ریاست اړوند له همکارو برنامو سره سکټوري غونډه، د ياد رياست په مشرۍ دائره شوه، چې په کې د همکارو مؤسساتو ترڅنګ د هلمند ولایت د اقتصاد ریاست او د نیشه یي توکو پروړاندې د مبارې ریاست چارواکو هم ګډون درلود.
په دې غونډه کې د هلمند دکرنې رياست د چارواکو ترڅنګ د اقتصاد ریاست او د نیشه یي توکو پروړاندې د مبارې ریاست چارواکو سبېره د (ANRCC)،( HRDA)،( AAH)،( DACCAR)،(NEI)،( ROP) مسولو چارواکو ګډون کړی وو.
د‌ غونډې په پيل کې د هلمند دکرنې ریاست چارواکو د همکارو برنامو د تېرو کړنو راپور او راتلونکې پلانونه واورېدل، دوی د همکارو مؤسسو له چارواکو وغوښتل، چې همغږۍ، دوه اړخيزې همکارۍ، د ښو چوپړتیاوو وړاندې کولو، اطاعت، د لارښوونو تعقيب او ټولو سيمو لاسرسی ته جدي پاملرنه وکړي.
په همدې حال کې، د همکارو برنامو چارواکو په خپل وار سره د خپلو ترسره شويو کړنو مفصل راپور وړاندې کړل او ورپسې يې د راتلونکي کال په پلانونو رڼا واچوله.
د غونډې په پای کې د هلمند دکرنې ریاست چارواکو د همکارو برنامو مسولينو ته د پروژو د ښه تطبیق او ستونزو د حل په موخه لازمې لارښوونې هم وکړې.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۵:۲
Background image

پاکسازی ۱۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از ملخ‌ها در بادغیس

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس از پاکسازی یک‌هزار و ۲۰۰ هکتار زمین زراعتی از وجود ملخ‌ها در این ولایت خبر داد.
مسئولان می‌گویند پرسونل مسلکی مدیریت عمومی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۱:۳۸
Background image

ادویه‌پاشی برای کنترول آفات نباتی در شغنان بدخشان انجام شد

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان از اجرای برنامه ادویه‌پاشی به‌منظور کنترول آفات نباتی در ولسوالی شغنان این ولایت خبر داد.
این برنامه از ۷ تا ۱۱ ثور در قریه. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۴ - ۱۰:۵
Background image

توزیع تخم سبزیجات و کود کیمیاوی برای زنان زراعت‌پیشه در کاپیسا

۱۴ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا برای  ۲۰۰ تن از زنان زراعت‌پیشه و سبزی‌کار در مرکز این ولایت، تخم سبزیجات و کود کیمیاوی توزیع کرد.
در این برنامه، برای ۲۰۰ تن. . .

بازگشت به خبرها