فهیمه لمریز وچوونکي سره مې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه شوې

content_admin
فهیمه لمریز وچوونکي سره مې د کورنۍ اقتصادي وضعیت ښه شوې

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، په ټول هېواد کې د نارینوو بزګرانو ترڅنګ ښځینه هغو ته هم د کرکېلي زمینه برابره کړې او وخت ناو خت د کرکېلي اړوند په بېلابېلو برخو کې ورته روزه نیزې برنامې جوړوي او ترڅنګ یې د کرنیزو بستو او اصلاح شوي تخمونو په وېشلو سره ددغو کروندګرو مېرمنو ملاتړ کوي. د کرنې وزارت دغه مرستې که له یوې خوا د کورنیو د خوړو په خوندیتوب کې ګټورې تمامې شوي دي، بلخوا په کورنیو کې د مېرمنو د اقتصادي پیاوړتیا لامل هم شوي دي، چې موخه یې د کورنیو د خوړو خوندیتوب ترڅنګ په اقتصادي او ټولنیزو چارو کې د مېرمنو ونډه زیاتول او د کورنیو اقتصادي غوړېدا ده.
د کرنې وزارت د نورو چوپړتیاوو ترڅنګ پر کروندګرو مېرمنو د سبو او مېوو د لمریزو وچوونکو دستګاوو د وېش لړۍ، هم پیل کړی دی، چې موخه یې د کروندګرو مېرونو د سبو او مېوو د خوساکېدو مخنیوي او د دوی اقتصادي وضعیت ښه کولو ته زمینه برابرول دي.
د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» له خوا د سبو او مېوو د لمریزو د ستګاوو د وېش له چوپړتیاوو یو تن برخمن شوې د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ د فرمان خېلو د کلي اوسیدونکې مېرمن فهیمه ده.
فهیمه، چې د یوې اته کسیزې کورنۍ مسوولیت پر غاړه لري، له کلونو را هیسې په خپله کرونده کې د بېلابېلو سبو کرکېله کوي، او له دې لارې د خپل ژوند لګښتونه پوره کوي، خو مخکې کلونه د مارکېټ او د یو معیاري لمریز وچوونکي دستګاه د نه شتون له وجې د مېرمن فهیمې کرنیز تولیدات تر ډېره بریده ضایع کېدل. د مېرمن فهیمې ترڅنګ ددې کلي نور کروندګرې مېرمنې هم یو معیاري وچوونکي آلې ته لاس رسی نه درلود، چې خپل کرنیز محصولات په معیاري ډول وچ کړي او د ژمي په موسم کې یې په ښه بیه خرڅ کړي.
خوسږکال مېرمن فهیمې ته د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژې «HVCDSP» له خوا د تازه سبو او مېوو د وچولو لمریزه دستګاه ورکړل شوه، چې په معیاري توګه د لمر د انرژۍ پر مټ په کم وخت کې تازه سابه او مېوې وچوي.
یاد لمریز وچوونکی دستګاه، سابه او مېوې په معیاري ډول وچوي، د کیفیت له پلوه د ډاډ وړ او همدارنګه هېڅ ډول لګښت هم نه لري.
مېرمن فهیمه یې په هکله وایي «پخوا به مو د کرنیزو تولیداتو یوه لویه برخه د عصري لمریز وچوونکې آلې د نه شتون له وجې ضایع کېدل، خو له کله چې دکرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې پروژې له خوا مې دا دستګاه ترلاسه کړه، ډېر شمېر ستونزې مې هوارې شوې. اوس دې ته اړتیا نه لرم، چې خپل تازه مېوې او سابه لکه رومیان، مڼې او داسې نور کرنیز توکي په غیرمعیاري ډول د بامونو په سر د وچولو لپاره لمر ته کېږدو، اوس یې ددې دستګاه له لارې په معیاري ډول وچوو او د ژمي په موسم کې یې په مناسبه بیه خرڅوو. ددې دستګاه سره مې د کورنۍ اقتصادي وضعیت خوار ډېر ښه شوی دی.»
فهیمې زیاته کړه «پخوا به مو چې خپل تازه مېوې او سابه د بامونو په سر د وچولو په پار کېښود نو خاورې او نور مواد به ورسره ګډ شول، چې له روغتیایي پلوه د ډاډ وړ نه و، خو اوس ددې دستګاه له لارې خپلې مېوې او سابه وچوو، چې له روغتیایي پلوه د ډاډ وړ دي او کولی شو، چې په ډاډ سره ګټه ترې پورته کړو.»
دا وایي ددې دستګاه په مرسته کولای شي، چې خپل سابه او مېوې په معیاري ډول وچ کړي او ګټه ترې ترلاسه کړي. د فهیمې په وینا لمریز وچوونکی دستګاه یې په ژوند کې لوی بدلون راوست.
د یادونې وړه ده، چې د کرنې وزارت د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د ودې سکټوري پروژه «HVCDSP»، چې د اسیایي پراختیايي بانک «ADB» له خوا تمویلېږي، د نورو چوپړتیاوو ترڅنګ د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پر کروندګرو، کونډو او بې وزلو مېرمنو د سبو او مېوو ۳۰۰ لمریزې دستګاوې وېشلي دي، چې له یوې خوا د یادو کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره ډېر کټور او اغېزناک دي له بلې خوا په هېواد کې د تازه کرنیزو محصولاتو د ضایع کېدو څخه مخنیوي کوي.