ننګرهار کې د صواتي کانال رغنیزې چارې ۷۰ سلنه بشپړ شوي دي

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۳/۵ - ۱۴:۴۲
کار ساخت کانال آبیاری محمدحسین در تخار تکمیل شد

۵ غبرګولی۱۴۰۰
د ننګرهار دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» په همکارۍ ددې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د صواتي کانال رغنیزې چارې ۷۰ سلنه بشپړ کړي دي.
ننګرهار کې، د کرنې وزارت له دویم ملي لومړیتوب څخه د ملاتړ پروژې «SNaPP2» سیمه ییز چارواکي وایي، چې یاد کانال یوزرو ۱۸۰ متره اوږدوالی لري او له درېیو کلیو تېریږي، چې د ۲۷۷  هکټارو په شاوخوا کې ځمکه به ترې خړوبه شي.
ددې کانال د جوړولو لګښت اووه میلیونه او ۹۲۰ زره افغانۍ ده، چې د کرنې د پراختیا نړیوال صندوق «IFAD» له خوا تمویلېږي.
د چارواکو په خبره، د یاد کانال په جوړېدو سره به د ځمکې د خړوبولو کچه نوره هم لوړه شي او ترڅنګ یې ګنۍ کورنۍ په نېغه او نانېغه توګه ترې برخمن کېږي، چې ورسره د سیمې بې کارو خلکو ته د کار زمېنه هم برابره شوې ده.
ظابط، چې په یاد کانال کې د کار کولو زمینه ورته برابره شوې خوښ دی، چې له دې لارې کار ورته پیدا شوی او د کور ورځنۍ لګښتونه ترې پوره کوي.
د سره رود ولسوالۍ د صواتي کانال د سیمې اوسېدونکي هم د یاد کانال جوړېدو ته خوښ دی او وایي، چې په جوړېدو سره به یې پاتې ځمکې خړوبې، د سېلابونو اوبه بهمدیریت او د اوبو د ضعیاتو مخه به ونیول شي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د همدې پروژې له لارې د ننګرهار ولایت په ګڼو ولسوالیو کې د اوبو لګولو ګڼ شمېر کانالونه هم جوړ کړي دي، چې په زیاته اندازه کرنیزې ځمکې ترې خړوبېږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها