د پستې درې زره هکټآره ځنګلونه بیا رغول کېږي

۵ غویی ۱۴۰۰
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت، د طبیعي سرچینو لوی ریاست د پلان له مخې د۱۴۰۰ام کال په ترڅ کې به په بادغیس، سمنګان، سرپل، تخار، بدخشان او بلخ ولایتونو کې د پستې درې زره هکټاره ځنګلونه بیا ورغول شي.
د پستې د ځنګلونو د پراختیا چارې د کرنې وزارت له خوا د چاپېریال ساتنې ملي ادارې، ښاروالۍ او د سیمه ییزو ارګانونو ادارې په مرسته تره سره کېږي.
د پستې ځنګلونو د بیارغولو موخه د پستې د ځنګلونو پراختیا، د خاورې دفرسایش مخنوی، چاپیریال ساتنه او د پستې د تولیداتو زیاتوالی دی.