د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې صحرایي ملخانو پر وړاندې د مبارزې په پار د عامه پوهاوی لړۍ پیل شو

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۱ - ۱۶:۵۹
د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې صحرایي ملخانو پر وړاندې د مبارزې په پار د عامه پوهاوی لړۍ پیل شو

۱۱ وری ۱۴۰۰
د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت په پنځو ولسوالیو «دره نور، بټي کوټ، کوز کونړ، کامه او رودات» کې د ملخانو د احتمالي راټک د مخنیوي او صحرایي ملخانو سره د مبارزې په پار بزګرانو ته د عامه پوهاوي لړۍ پیل کړی دی. د عامه پوهاوي دا لړۍ د ننګرهار ولایت دره نور ولسوالۍ څخه پیل شوې ده.
د ننګرهار د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د عامه پوهاوي په دې لړۍ کې به د یادو ولسوالیو ۸۰۰ بزګران د ملخانو د کنټرول میکانیزم، د صحرایي ملخانو پېژندنه، د جرونو یا کندو کېندل، د صحرایي ملخانو اصلي منشا پیداکول او درملو استعمال په اړه به  وروزل شي.
د عامه پوهاوي یاد پروګرام به  10 ورځې  دوام ولري او په راتلونکې کې به نورو هغو ولسوالېو ته چې، ددې ډول ملخانو تر تهدید لاندې وي وغځول شي.
 صحرایي ملخان په هر وخت او هر فصل کې پیداکېږي او هر ډول نباتاتو او بوټو ته په زیان اړوي.  صحرایي ملخانو په تېرو کلونو کې په ځینو ولسوالېو کې بزګرانو ته ستر زیانونه اړولې وه نو ځکه دننګرهار کرنې ریاست سږ کال مخکې له دې چې بزګرانو ته یاده ستونزه پیداشي د خپلو متخصصینو پر مټ وقایوي پروګرامونه په لاره اچولي دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۶
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون حیوانات در ولایت بادغیس

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون حیوانات به‌منظور پیشگیری و کنترول بیماری‌های حیوانی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بادغیس، با همکاری مؤسسات سکتور زراعت و مالداری در. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۹:۱
Background image

احیای طبیعی یک جنگل چهار هکتاری در ولایت فراه

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
یک جنگل به مساحت چهار هکتار در مربوطات مرکز ولایت فراه، در پی بارندگی‌های سال گذشته و تلاش‌های دوامدار پرسونل آمریت منابع طبیعی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری این ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۸:۳۰
Background image

بازدید هیئت ایرانی از نمایشگاه بین‌المللی محصولات زراعتی و مالداری افغانستان

۲۲ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
هیئت عالی‌رتبه جمهوری اسلامی ایران به سرپرستی غلامرضا نوری قزلجه، وزیر جهاد کشاورزی ایران، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و. . .

بازگشت به خبرها