۱۳۹۹یم مالي کال کې د پکتیکا د کرنې ریاست کړنې

mail-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۱:۵۷
۱۳۹۹یم مالي کال کې د پکتیکا د کرنې ریاست کړنې

۹ مرغومې ۱۳۹۹
د پکتیکا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په ۱۳۹۹یم مالي کال کې ۲۳۳میلیونه او ۳۳۴زره او ۱۵۳ افغانۍ بودیجه درلود. یاده بودیجه ددې ولایت د مرکز په ګډون په ټولو ولسوالیو کې د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ او اوبولګولو په بېلابېلو برخو کې لګول شوی دی.
د پکتیکا دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارسمبال ابوبکر حقیار وایي، چې سږکال د پکتیکا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتومدیریت د پروژې په اډانه  کې ۵۸ ممیزخونې، د کچالو ۹۷ زېرمتونونه، د پیازو ۷۴ زېرمتونونه او د مڼو ۳۳ صفر درجې سړې خونې جوړ او د سبو او مېوو ۵۸ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شوې، چې ددغو پروژو چارې پشپړ او ګټې خیستنې ته سپارل شوي دي.
ددې ترڅنګ په روان مالي کال کې د پکتیکا په ولایت کې د ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو دودولو او میکانیزه کرکېلي په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي. د ښاغلي حقیار په خبره د پکتیکا په پنځو ولسوالیو کې د زعفرانو شپږ او د غنمو ۲۱ ننداریزې قطعې جوړې شوي دي، پر څلور زره او ۵۶۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي، ۴۰ نارینه او ښځینه و بزګرانو ته د زعفرانو د کرکېلي، حاصل ټولولو او پروسس په برخه کې روزنه ورکړل شوي او مخکښو بزګرانو ته پنځه عرادې ټراکټورونه ورکړل شوي دي.
د پکتیکا ولایت ډېرې سیمي دښتي او غرونه پوښلي دي خو بیا هم په دې ولایت کې د بېلابېلو مېوو سلګونه  هکټاره بڼونه شتون. ددې ولایت د بڼوالو د عوایدو زیاتولو او د بڼوالۍ د پراختیا په پار یوزرو او ۴۶۰ جریبه ځمکه کې د مېوو ډول ډول بڼونه جوړول، ۲۳جریبه متراکم بڼونه جوړول، انګورو بڼوالو لپاره ممیزخونې جوړول، د مڼو بڼوالو لپاره سړې خونې جوړول او په ټوله کې د بڼوالو بڼونو خړوبولو په پار چکډمونه جوړول او پر بڼوالو اصلاح شوي نیالګي وېشل شامل دي. ددې ترڅنګ بڼوالو ته روزنه ورکول او د بڼونو د افتونو او ناروغیو د کنټرول او درملنې په پار پراخ پروګرامونه پلي کول هغه څه دي، چې سږکال د پکتیکا د کرنې ریاست له خوا ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا په پار تر سره شوي دي.
د پکتیکا د کرنې ریاست چارسمبال ابوبکر حقیار په خبره سږکال ددې ولایت د بڼوالۍ د پراختیا د ترڅنګ د ځنګلونو ساتنې، بیارغونې او پراختیا ته هم پاملرنه شوې، او په دې پرخه کې ګڼې کړنې تر سره شوي دي، چې په کې د چهارمغزو او جلغوزیو کورني قوريي جوړول، د چهارمغزو او جلغوزیو د قوریو لپاره ۳۵۶ بزګرانو ته روزنه ورکول او پر دوی د جالیو وېش، د پکتیکا د زرغونتیا په پار ۳۰ زره نیالګي تولیدول او د ځنګلونو د ساتنې په پار ۲۷ ټولنې جوړول شامل دي.
دغه راز ۱۳۹۹یم مالي کال کې د پکتیکا د نارینه و بزګرانو ترڅنګ ښځینه و بزګرانو ته هم پاملرنه شوي او د کرکېله په برخه کې د ښځینه و بزګرانو د ونډې زیاتولو په پار هم یوشمېر پروژې پلي شوي دي، چې په کې ښځینه و بزګرانو ته ۱۲۰ وړې شنې خونې جوړول، په شنوخونو کې د کرکېلي او حاصل ټولولو په برخه کې د ښځینه بزګرانو روزل، پر ښځینه و بزګرانو د شنوخونو اړونده توکي وېشل، پر یادو بزګرانو د بېلابېلو سبو ۱۰۰ کیلو ګرامه تخمونه وېشل او ددې ترڅنګ ۳۵ بزګرانو ته د اوبو ټانکۍ ورکول نور هغه څه دي، چې د روان مالي کال په ترڅ کې ترسره شوي دي.
د چارواکو په خبره سږکال ددې ولایت د مالدارۍ د پراختیا په پار هم د پام وړ کړنې ترسره شوي دي. د کانګو تبې ناروغي د مخنیوي په پار پراخ کمپاینونه ترسره شوي دي، د حیواني خوراکې جوړولو په پار د سایلیج درې سیلوګانې جوړ شوي، د بروسلوز«حیوانې محرقې» او طاعون پر وړاندې د مبارزې په پار ۱۵۶ زره ډوزه واکسین پر څارویو پلي شوي، د څارویو د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په پار د مالدارۍ شپږ سیمه ییز ښوونځي ایجاد شوي دي او ترڅنګ یې ښځینه مالدارانو ته د شېدو کېټونه ورکړل شوي دي.
د یادو کړنو ترڅنګ روان کال ددې ولایت د کروندو خوندي کولو په پار هم پراخ پروګرامونه ترسره شوي دي. ابوبکر حقیار وایي، چې روان کال د ملخانو د کنټرول په پار سروې ترسره شوي او هم د ملخانو د کنټرول په موخه ددې ولایت د مټاخان، اورګون او سروضې په ولسوالیو کې کمپاینونه ترسره شوي دي. ددې ترڅنګ پر بزګرانو ۲۱۲ د درملو پاشلو پمپونه هم په نیمه بیه وېشل شوي، پنځه بابه ګرځنده نباتي کلینیکونو ته توکي او قرطاسیې ورکړل شوي او دغه راز د ناروغیو او افتونو د کنټرول په پار ۵۷۹ لیټره درمل بزګرانو ته ورکړل شوي.
په پکتيکا کې که څه هم چې دښتې ډېرې دي او حکومت يې خړوبولو په پار هلې ځلې پیل کړي دي؛ خو بيا هم ۶۵ سلنه وګړي يې په بزګرۍ اخته دي. مشهور کرنيز پيدا وار يې غنم، جوار، اوربشې، مۍ او لوبيا دي.
پکتيکا د جلغوزيو او بادامو تر څنګ، انګور، مڼې، او زردالو هم لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، ګيان، ګومل، زېړوک، نکه، چهارباران او سر روضه کې موجود دي. انګور په مرکز يوسف خېل، خېرکوټ او مټاخان کې په زياته اندازه شتون لري. مڼې او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې موجودې دي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نورو ولایتو ترڅنګ د پکتیکا ولایت د ځنګلونو د احیا او خوندي کولو په پار هڅې پیل کړي دي او ددې ترڅنګ د یاد ولایت بزګرانو، بڼوالو اومالدارانو ته د لازیاتو اسانتیاوو برابرولو په پار هلې ځلې کوی او داسې لارې چارې لټوي، چې ورسره د دوی د عوایدو کچه لوړ شي.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۵:۵
Background image

سفر رییس انسجام و جمع آوری عشر وزارت زراعت به ولایت جوزجان 

۷ اسد  ۱۴۰۳ هـ.ش
مولوی نصرالله مظهری رییس انسجام و جمع آوری عشر وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به منظور نظارت و بررسی از روند جمع آوری عشر و زکات به ولایت جوزجان سفر کرده است.
این هیئت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۳:۴
Background image

نظارت از ادویه فروشی و کلنیک‌های حیوانی ولسوالی فیض آباد ولایت جوزجان

۷ اسد ۱۴۰۳ هـ.ش
از کلینیک‌های سکتور خصوصی، استیشن‌های القاح مصنوعی، ادویه فروشی‌های حیوانی و فارم‌های مرغداری ولسوالی فیض آباد ولایت جوزجان نظارت و کنترول بعمل آمد.
کارمندان ریاست زراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۱:۷
Background image

موسسه افغان اید پروژهای زراعتی و آبیاری‌اش را با وزارت زراعت شریک ساخت

طی جلسه‌ای در وزارت زراعت با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت مسوولان  موسسه افغان اید طرح تطبیقی پروژهای‌شان را در بخش زراعتی، آبیاری و سایر بخش‌های مرتبط به. . .

BACK TO NEWS