د هلمند د بُست تصدۍ بیا فعالیږي

mail-admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۱۲:۴۰
د هلمند د بُست تصدۍ بیا فعالیږي
۲۶ غبرګولی ۱۳۹۹
افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو. په افغانستان کې د پنبې ډېرې کارخونې هم شتون درلود، چې په زرونو کسانو په کې کار کاوه. خو د څو لسیزو ناخوالو او جګړو یاد صنعت هم ټکنۍ کړ. په دې ورستیو کلونو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د پنبې کارخونې یووار بیا فعاله شوې خو اوس هم دغه سکټور ډېرې مرستې ته اړتیا لري. د دغو کارخونو له ډلې یو هم د هلمند د بست تصدۍ دی، چې د بیا فعالېدو لپاره یې بودیجه منظوره شوې او ډېر ژر به له هلمندي بزګرانو د پنبې په پېرلو سره خپل کار پیل کړي.هلمند هغه ولایت دی، چې پخوا د پنبې د تولید په برخه کې نوموتی ولایت و. ددې ولایت د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې وزارت په مرسته یې هلې ځلې پیل کړي، ترڅو په دې برخه کې ددې ولایت پخوانی برم بېرته ترلاسه کړي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې سږکال ددې ولایت په ۱۵ زره او ۹۱۰ هکټاره ځمکه کې د پنبې کرکېله شوې، چې في هکټار یې ۴.۱ مټریک ټنه پنبې په ورکولو سره له دغو کروندو څخه به ټولټال ۶۵ زره او ۲۳۱ ټنه حاصل تر لاسه شي.
دهلمند مالوچ چې پخوا یې د سپینو زرو نوم درلود د بُست تصدۍ په فابریکه کې پروسس کېدل، خو د بودیجې د نشتون له امله نږدې اووه کاله کیږي، چې د بُست تصدۍ فابریګه له بزګرو مالوچ نه پېري او یاده فابریکه فعالیت نه لري، خو اوس یې د بیا فعالېدو لپاره تبیاوې نیول شوي او بودیجه هم ورته منظوره شوې ده.
په هلمند کې د بُست تصدۍ چارواکي وایي، چې دبُست تصدۍ فابریکه د ۳۰ زره ټنه پنبې د پروسس وړتیا لري، خو د اړتیا وړ بودیجې د نشتون په وجه يې کارونه په ټپه ولاړوو. نږدې اووه کاله وړاندې دهلمند بُست فابریکه کې له پنبې مالوچ، غوړي، صابون، او کونجاړه تولیدول، چې په بیا فعالېدو سره به یې یاد توکي تولید شي.
له پنبې څخه له غوړو نیولي بیا تر کالو پوري توکې تولیدیږي. پخپله د پنبې دانې بوټی کېدای شي، چې د سون موادو او یا هم د نورو بوټو لپاره د کیمیاوي کود په توگه وکارول شي.افغانستان یو وخت په سیمه کې د پنبې یو لوی تولیدونکی هېواد وو، په وروستیو کلونو کې په دې برخه کې بیا ډېرې هڅي روانې دي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها