د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ د سرپل او پکتیکا په ولایتونو کې د یو زر او ۱۳۰ پروژو چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۳:۳۶
د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ د سرپل او پکتیکا په ولایتونو کې د یو زر او ۱۳۰ پروژو چارې پیل شوې


۲۷ غوی ۱۳۹۹
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له خوا د پکتیکا او سرپل په ولایتونو کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې د پروژو د پلي کېدو چارې پیل شوې. ددې طرحې د پلي کېدو په پیل سره په یادو ولایتونو کې  د ۵۶۴.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت په ټولیزه توګه، یو زر او ۱۳۰ پروژې پلي کیږي.
په دغو پروژو کې ۴۳۰ ممیزخونې جوړول، د پیازو ۲۸۰ زېرمتونونه، د کچالو ۲۰۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار ۵۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړل، د سره ممیزو د وچولو په پار ۱۰۰ مرکزونه جوړول او پر بزګرو مېرمنو او بڼوالو د مېوو او سبو ۱۰۰ لمریز وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي.
د سرپل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس محمدسلیم رنجبر وویل: «د کرنیزو محصولاتو مدیریت د ۸۷۰ پروژو له ډلې، چې په سرپل ولایت کې پلي کیږي، په کې د ۳۵۰ یې ممیزخونو، د پیازو ۲۰۰ زېرمتونونه، د کچالو ۱۲۰ زېرمتونونه جوړول او پر بزګرو مېرمنو د سبو او مېوو ۸۰ وچوونکي دستګاوې وېشل شامل دي. ټول یادې پروژې او د مېوې د ساتنې په پار ۲۰ صفرانرژۍ سارک سړې خونې او د سره ممیزو د چوولو په پار ۱۰۰ مرکزونه د څه باندې ۳۷۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د سرپل ولایت په مرکز او ټولو ولسوالیو کې د پراختیایي شوراګانو له خوا پلی کیږي.»
د سرپل مرستیال والي عبدالمالک عظیمي ژمنه وکړه، چې د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژو له عملي کېدو څخه په جدي توګه ملاتړ کوي، تر څو یادې پروژې په دقیقه توګه پلی شي.
په همدې توګه د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د پکتیکا  په ولایت کې د ۱۸۵ میلیونه او ۷۶۷ زره او ۱۶۹ افغانیو په لګښت د ۲۶۰ نویو کرنیزو پروژو چارې ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکر حقیار وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی.
حقیار زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې ۸۰ ممیزخونې، د کچالو ۸۰ زېرمتونونه، د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار ۳۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۲۰ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي، چې د پکتیکا د مرکز په ګډون ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې پلي کیږي.
د پکتیکا د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
د پکتیکا مرستیال والي شیر پادشاه ارګونی د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل  او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
د کرنې وزارت دغه برنامه، د بڼوالو او بزګرانو د اړتیاوو پر بنسټ هغو ته کرنیز بنسټونه جوړوي. ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها