د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ پکتیکا کې د ۲۶۰ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

user-admin
شنبه ۱۳۹۹/۲/۲۷ - ۳:۳۰
د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛ پکتیکا کې د ۲۶۰ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې

د کرنیزو محصولاتو مدیریت؛
پکتیکا کې د ۲۶۰ کرنیزو پروژو چارې پیل شوې
۲۷ غویی ۱۳۹۹
د کرنیزو محصولاتو مدیریت د برنامې له لارې د پکتیکا  په ولایت کې د ۱۸۵ میلیونه او ۷۶۷ زره او ۱۶۹ افغانیو په لګښت د ۲۶۰ نویو کرنیزو پروژو چارې نن ددې ولایت د سیمه ییزو چارواکو په شتون کې پیل شوې.
په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د پکتیکا د کرنې رییس ابوبکر حقیار وویل، چې د نویو کرنیزو پروژو د پلي کېدو موخه هېوادوالو لپاره کاري فرصتونه برابرول او د کرنیزو محصولاتو د خوساکېدو او ضایع کېدو مخنیوی دی. هغه وویل، چې په دې ولایت کې د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د برنامې په اډانه کې په بېلابېلو کرنیزو برخو کې ۲۶۰ پروژې پلي کيږي.
حقیار زیاته کړه، چې په دغو پروژو کې ۸۰ ممیزخونې، د کچالو ۸۰ زېرمتونونه، د پیازو ۵۰ زېرمتونونه، د مېوې د ساتنې په پار ۳۰ صفر انرژۍ سارک سړې خونې جوړول او پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو ۲۰ وچوونکي لمریز دستګاوې وېشل شامل دي، چې د پکتیکا د مرکز په ګډون ددې ولایت په اتو ولسوالیو کې پلي کیږي.
د پکتیکا د کرنې رییس وویل، چې په دې ولایت کې د زېرمتونونو، ممیزخونو، او سارک سړوخونو په جوړېدو سره به ددې ولایت کرنیز محصولات د خوساکېدو او ضایع کېدو څخه وژغورل شي. 
په ورته وخت کې د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شیر پادشاه اورګونی د کرنیزو محصولاتو د مدیریت په پار د کرنې وزارت هلې ځلې وستایل  او زیاته یې کړه، چې په دې ولایت کې پلي کېدونکې پروژې به د دې ولایت د کرنیزو محصولاتو په خوندیتابه کې رغنده رول ولري.
ددغو کرنیزو بنسټونو ۱۰ سلنه ونډه  د بزګرانو او بڼوالو له خوا او ۹۰ سلنه نور لګښت یې د کرنې وزارت له خوا ورکول کیږي.
د کرونا په پېر کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د طرحې په اډانه کې ټاکل شوې، چې بزګرانو او بڼوالو لپاره زرګونه ممیزخونې، د پیازو او کچالو زرګونه زېرمتونونه او دمڼې، انارو، انګور او زردالو لپاره سلګونه صفرانرژۍ سارک سړې خونې جوړې شي. دغه راز پر بزګرانو او بڼوالو د سبو او مېوو وچوونکي آلې وېشل کیږي او ترڅنګ یې د کرنیزو محصولاتو د سترو پروسس کوونکو ملاتړ هم کیږي.

خبرهای تازه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۷
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۱
Background image

سفر هیئت وزارت زراعت به منظور افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در کندز

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۳ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ هـ.ق
به هدف افتتاح مرکز واحد تثبیت ملکیت در سطح زون‌ها، هیئت بلندپایه ریاست اراضی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به ولایت کندز سفر کرد و در همین. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۵۰
Background image

توزیع مواد غذایی برای دهاقین متضرر از خشکسالی در سمنگان

۱۰ ثور ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت سمنگان با همکاری مالی دفتر شبکه انکشاف باختر برای شماری از دهاقین و افراد بی‌بضاعت متضرر از خشکسالی در مرکز ایبک و ولسوالی حضرت. . .

بازگشت به خبرها