ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

mail-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۲۶ - ۱۵:۵۹
ننګرهار کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول

۲۶ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۶ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅو، د بشري خیریه مؤسسې په تخنیکي همکارۍ او د «کورډیډ» مؤسسې په مالي ملاتړ، د دغه ولایت په مومندرې، لعلپورې او اچین ولسوالیو کې ۳۰۰ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخم، کیمیاوي سرې او کرنیز وسایل ووېشل شول.
د ننګرهار د کرنې ریاست د پلان، برنامو د همغږۍ او خصوصي سکتور د پراختیا مدیر، انجینر عطاالحق بشري وویل، چې هر مستحق بزګر ته د یوه جریب ځمکې د کرنې لپاره ۲۵ کیلوګرامه د غنمو اصلاح شوي تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۵۰ کیلوګرامه سپینه سره ورکړل شوه.
نوموړي زیاته کړه، چې د کرنیزو توکو ترڅنګ هر بزګر ته د کرنیزو چارو د اسانتیا په موخه بېلچه، پنجي‌کش، تسکوره او لور هم وېشل شو.
د ښاغلي بشري په وینا، یادو بزګرانو ته د غنمو د سم کښت، کرنیزو عملیاتو، د سرې د مناسب استعمال، د ناروغیو د مخنیوي، د هرزه وښو د کنټرول، اوبولګولو او نورو اړوندو برخو کې روزنه هم ورکړل شوې ده، څو له شته امکاناتو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي او خپل کرنیز حاصلات زیات کړي.
د دې مرستندویه پروګرام موخه د بزګرانو ملاتړ، د اصلاح شویو تخمونو ترویج، د کرنیزو تولیداتو زیاتوالی او د خوړو خوندیتوب پیاوړتیا ده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۳۲
Background image

پیشرفت ۷۷ درصدی کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در باغ‌های بادام بدیل کشت کوکنار در پکتیکا

۲۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای در ۲۵ جریب باغ‌های بادام مربوط به پروژه انکشافی بدیل کشت کوکنار در مرکز ولایت پکتیکا (شرنه)، به ۷۷ درصد پیشرفت رسیده است.
کارمندان ریاست. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۵:۲۷
Background image

آغاز کار اعمار کانال آب زراعتی و دیوار محافظوی به طول ۵۵ متر در ولسوالی خیبر فاریاب

۲۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
کار عملی اعمار یک باب کانال آب زراعتی به طول ۵۵ متر، همراه با دیوار محافظوی، با هماهنگی و همکاری دفتر اکتید از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب در. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۱۴:۰
Background image

دیدار رئیس زراعت فاریاب با هیأت سازمان خوراک و زراعت ملل متحد

۲۷ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
قاری عبدالغنی شریفی، رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت فاریاب، با هیأتی از دفتر سازمان خوراک و زراعت ملل متحد در زون شمال، به ریاست احمد ضیا آریا، رئیس این دفتر،. . .

BACK TO NEWS