د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

mail-admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۶:۲۱
د کرنیزې میکانیزې رییس په لغمان کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د بیا فعالولو پر چټکتیا ټینګار وکړ

۵ زمری ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۲ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست رییس، مولوي صحبت‌الله فاروقي، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ لغمان ولایت ته د کرنیزو ماشین‌آلاتو او تراکتورونو د ارزونې او بیا فعالولو په موخه سفر وکړ.
د سفر په ترڅ کې نوموړي د لغمان ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس، مولوي سلیمان ایمن، سره وکتل او د میکانیزې مدیریت د فعالیتونو، شته ستونزو او د هغو د حل لارو په اړه یې هر اړخیزې خبرې وکړې.
مولوي صحبت‌الله فاروقي وویل، د دې سفر موخه په ولایتونو کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو بیا فعالول، بزګرانو ته د معیاري میکانیزه خدمتونو وړاندې کول او د کرنیزو خدماتو له لارې د عوایدو زیاتول دي.
ورته مهال، د لغمان د کرنې رییس مولوي سلیمان ایمن د کرنیزو ماشین‌آلاتو ترمیم او بیا فعالول د کرنیز سکټور د پیاوړتیا لپاره مهم وبلل او د میکانیزې مدیریت اړوند ستونزې، اړتیاوې او وړاندیزونه یې له پلاوي سره شریک کړل.
دواړو لورو د کرنیزې میکانیزې د خدمتونو د پراختیا، د ماشین‌آلاتو د اغېزمنې استفادې او د بزګرانو لپاره د غوره میکانیزه اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې د لا زیاتې همغږۍ او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د کرنیزې میکانیزې ریاست هڅه کوي، چې په ولایتونو کې د کرنیزو ماشین‌آلاتو د ترمیم او بیا فعالولو له لارې بزګرانو ته معیاري میکانیزه خدمتونه وړاندې او د کرنیزو خدماتو اغېزمنتیا زیاته کړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۵:۴۵
Background image

جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی برگزار شد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
جلسه شورای عالی صندوق وجهی انکشاف زراعتی به ریاست مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری، با حضور مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری، اعضای شورای رهبری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۴۳
Background image

آغاز کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین گاوی در ولایت کاپیسا

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
کمپاین واکسیناسیون بیماری لمپی اسکین (آبله پوستی گاوی) با هدف جلوگیری از شیوع این بیماری و حفظ سلامت مواشی، از سوی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کاپیسا با همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۸:۳۷
Background image

رئیس زراعت بدخشان با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد دیدار کرد

۵ اسد ۱۴۰۵ هـ.ش
رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بدخشان در دیدار با مسئول زون شمال‌شرق سازمان خوراک و زراعت ملل متحد، بر گسترش همکاری‌ها و تطبیق پروژه‌های مؤثر زراعتی، باغداری و. . .

بازگشت به خبرها