د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۵:۴۶
د خوست نادرشاه کوټ کې پر لسګونو بزګرانو د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو وېش لړۍ پیل شوه

۶ غویی ۱۴۰۵ه‍.ش
۹ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف‌اې‌او» په مالي او د «او‌آرډي‌» مؤسسې په تخنیکي همکارۍ، دخوست ولایت د نادر شاه کوټ ولسوالی اړوند بېلابېلو کلیو کې لسګونو بزګرانو ته د سویابینو تخم او کیمیاوي سرو د وېش لړۍ پیل شوه.
په دې مرسته کې هر بزګر ته د یو جریب ځمکې لپاره ۲۰ کیلوګرامه د سویابینو تخم، ۲۵ کیلوګرامه توره سره او ۲۵ کیلوګرامه سپینه سره ورکول کېږي.
د یادو مرستو د وېش پرانیسته د خوست دکرنې ریاست د ترویج کارکوونکو او د یادې مؤسسې استازو په حضور کې په رسمي ډول پیل شوه.
همداراز، د خوست دکرنې ریاست له لوري بزګرانو ته د سویابینو د کرنې اړوند مهمې لارښوونې وشوې، چې پکې د کرکېلې لارې چارې، د ناروغیو مخنیوی، د سرو کارونه، اوبه لګونه، د هرزه بوټو کنټرول، د حاصلاتو راټولول او نور اړوند موضوعات شامل و.

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱
Background image

رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری کندهار معرفی و کارش را آغاز کرد

 

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی عبدالرازق ابوالامین به‌عنوان رئیس جدید ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار تعیین گردید و طی یک نشست رسمی به کارمندان این ریاست معرفی شد.
این تعیینات. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۲۴
Background image

برگزاری ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی در غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور ورکشاپ آگاهی‌دهی در مورد مدیریت همه‌جانبه نباتات طبی را با اشتراک ده‌ها تن از باشندگان محل در قریه سیاه‌چوب ولسوالی دولینه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۷
Background image

توزیع ۷۹ بسته کمکی وسایل مالداری برای مالداران در ولسوالی الفاروق غور

۱۹ میزان ۱۴۰۵ هـ.ش
۷۹ بسته کمکی وسایل و تجهیزات مالداری از سوی مؤسسه ACF، با هماهنگی ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور و سایر ادارات ذی‌ربط، برای مالداران در شش قریه این ولسوالی. . .

BACK TO NEWS