کندهار کې زرګونه کوچنیو څارویو ته د داخلي پرازیټونو مخنیوی په موخه د درمل ورکولو کمپاین پیل شو

mail-admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۱:۴۹
کندهار کې زرګونه کوچنیو څارویو ته د داخلي پرازیټونو مخنیوی په موخه د درمل ورکولو کمپاین پیل شو

۳۰ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۲ ذُو ٱلْقَعْدَةِ ۱۴۴۷ه‍.ق
د کندهار دکرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د مالدارۍ آمریت په تخنیکي همکارۍ د کندهار ښار او ۱۶ ولسوالیو کي د ۶۱۰ زره ۸۰۰ کوچنیو څارویو لپاره د داخلي پرازیټونو مخنیوي په موخه د درمل ورکولو کمپاین پیل شو. 
په دې کمپاین کې د کندهار ښار ترڅنګ غورک، لوړ میوند، کښته میوند، لوړ شاولیکوټ، کښته شاولیکوټ، خاکریز، سپین بولدک، دامان، ډنډ، ژړۍ، پنجوایي، ارغنداب، معروف، ریګستان، ارغستان او ښورابک ولسوالۍ شاملي دي. چې په هره ولسوالۍ کي به ټاکل شوي شمېر څاروي درمل شي.
د کندهار دکرنې او مالدارۍ ریاست د چارواکو په وینا د دې کمپاین موخه په څارویو کي د داخلي او خارجي پرازیټونو د ناروغیو مخه نیول، د څارویو روغتیا او صحت لپاره وقایوي تدابیر نیول او د مالدارانو اقتصادي ملاتړ دي. 
د یادونی وړ ده، چي یاد کمپاین به د ولسوالیو مسلکي کسانو له لوري تطبیق شي، چي د ۶ اوونیو په اوږدو کي به یي ټولي چاري بشپړې شي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۹
Background image

در بلخ برای ۵۵ دهقان ولسوالی نهرشاهی پیاز زعفران توزیع شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

کارمندان ریاست زراعت بلخ در  ولسوالی نهرشاهی ولایت بلخ، با همکاری دفتر «دست به دست»، روند توزیع پیاز زعفران را برای ۵۵ دهقان در قریه شهرک وطنی این ولسوالی انجام. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۴۷
Background image

وزیر زراعت با سفیر ایران در کابل دیدار کرد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان در دفتر کارش با علیرضا بیکدلی سفیر جمهوری اسلامی ایران در کابل، دیدار و درباره گسترش همکاری. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۲۴
Background image

جلسه هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت با مسئولان ولایتی برگزار شد

۳۰ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش

جلسه آنلاین هماهنگی ریاست عمومی پلان و هماهنگی برنامه‌های وزارت زراعت، آبیاری و مالداری با حضور مسئولان پلان و پالیسی، احصائیه زراعتی، انکشاف سکتور خصوصی، نظارت و. . .

BACK TO NEWS