د خوست د کرنې ریاست د ترویج مدیریت له خوا د غنمو د ننداریزو کروندو څارنه
۱۱ وری ۱۴۰۵ه.ش
۱۳ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه.ق
دخوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ترویج عمومي مدیریت له لوري، د دې ولایت د صبریو/یعقوبیو ولسوالی د غنمو له هغو ننداریزو کروندو څخه لیدنه وشوه، چې په مسلکي او معیاري طریقه کرل شوي وو.
د لیدنې پر مهال څرګنده شوه چې یاد غنم تر دې دمه له هر ډول ناروغیو څخه خوندي پاتې دي او ښه وده یې کړې ده، چې بزګر یې د غنمو له کیفیت او حاصل څخه خوښي وښوده.
همداراز، د ترویج ټیم له خوا بزګرانو ته د غنمو د لا ښه حاصل لپاره تخنیکي او ضروري سپارښتنې وشوې، ترڅو د غنمو حاصل لوړ شي او د کرنیزو چارو کیفیت لا زیات شي.
دخوست د کرنې ریاست له خوا جوړ شوي ننداریزې کروندې د دې لپاره دي، چې بزګران د نوو، مؤثرو او علمي کرنیزو طریقو سره بلد شي. دا ډول څارنې نه یوازې د حاصل د زیاتوالي لامل ګرځي، بلکې د ناروغیو، آفتونو او کرنیزو تېروتنو مخنیوی هم کوي.
