د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د غزني دکرنې رییس چارواکو سره وکتل

mail-admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۲ - ۱۳:۵۶
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې پلاوي د غزني دکرنې رییس چارواکو سره وکتل

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۲ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې «اف.اې.او» تخنیکي پلاوی د غزني ولایت د کرنې او مالداۍ ریاست د حیواني روغتیا آمریت چارواکو سره وکتل، چې موخه یې د حیواني روغتیا په برخه کې د تطبیق شوو پروګرامونو ارزونه او اړونده همغږي وه.
یاد پلاوی وروسته د اپیدمیولوژۍ له مدیر ډاکټر طالب سره یو ځای د واغظ ولسوالی ته ولاړ، چې هلته یې د څارویو د طاعون واکسین د تطبیق بهیر له نږدې وڅېړه. یاد واکسینونه تر دې وړاندې د حیواني صحت د ساحوي ټیمونو له لوري د بزګرو او مالدارانو اړوند څارویو ته تطبیق شوي وو.
د پلاوي غړو د واکسین کیفیت، د تطبیق طریقه، د حیواناتو عمومي وضعیت، د فارمونو ثبت او نور تخنیکي موارد له نږدې ارزولي او همدارنګه یې له ځایي مالدارانو سره مرکې کړې، څو د هغوی نظریات، ستونزې او د رضایت کچه معلومه کړي.
د پلاوی ارزونه مثبته وه او ډاډ ورکړل شو چې واکسینونه په معیاري ډول تطبیق شوي دي. همداراز د حیواني روغتیا پر ټیمونو ټینګار وشو چې خپلو خدماتو ته لا زیات دوام ورکړي، دقیق ثبتونه وساتي او د حیواناتو د ناروغیو د مخنیوي لپاره جدي پاملرنه وکړي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۸
Background image

افتتاح برنامه غرس نهال‌های مثمر و غیرمثمر در غور

۱۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت غور با همکاری یک نهاد همکار، برنامه غرس نهال‌های مثمر و غیرمثمر را در ساحه واترشید قریه پوزه‌لیچ مربوط مرکز فیروزکوه افتتاح کرد.
این. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۷
Background image

سروی و شناسایی دهقانان مستحق برای دریافت تخم سبزیجات و مواد غذایی در دایکندی

۱۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت دایکندی با همکاری یک نهاد خیریه، روند سروی و شناسایی شماری از دهقانان و خانواده‌های آسیب‌دیده از حوادث طبیعی را در ولسوالی‌های. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۵۶
Background image

توزیع ۸ عراده موترسایکل برای کارمندان عشر و زکات در پنجشیر

۱۰ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری پنجشیر، ۸ عراده موترسایکل را به هدف تسهیل امور کاری کارمندان عشر و زکات ولسوالی‌های این ولایت توزیع نمود.
این موترسایکل‌ها که از سوی وزارت. . .

بازگشت به خبرها