لغمان کې یوشمېر مالدارانو ته د څارویو د غوجلو د ترمیم لپاره اړین وسایل او توکي ووېشل شول

user-admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۲۷
لغمان کې  یوشمېر مالدارانو ته د څارویو د غوجلو د ترمیم لپاره اړین وسایل او توکي ووېشل شول


۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې، او د افغانستان لپاره د هالینډ کمېټې په مالي ملاتړ، د مرکز مهترلام لسو اړمنو مالدارو کورنیو ته د څارویو د غوجلو د ترمیم په موخه اووه قلمه اړین وسایل او توکي ووېشل شول.
یاده مرسته د لغمان د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد په لارښوونه، د مالدارۍ او د څارویو د روغتیا آمر ډاکټر جوادالله علیزاده او د هالینډ کمېټې د ولایتي مسؤل ډاکټر محمد بیدار سیرت په حضور کې ترسره شوه.
په وېشل شوو توکو کې د هر مالدار لپاره څلور بوجۍ سیمنټ، دوه منه چونه، یو کیلو سریش، د رنګمالۍ برس، یو تیار آخور، یو عدد هواکش، او یوه فلزي کړکۍ (د جالۍ سره، متر په متر) شامل وو.
د دغې پروژې موخه د اړمنو مالدارانو اقتصادي ملاتړ، د څارویو د ساتنې او حفظ‌الصحې معیارونو ته وده ورکول، او په ټوله کې د مالدارۍ سکتور پیاوړی کول او پراخول دي.

خبرهای تازه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۲
Background image

جلسه تسلیمی فاز اول پروژه کانال قوش تپه به اداره امور برگزار شد

جلسه مشترک میان مسوولان وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، ریاست عمومی اداره امور و شرکت انکشاف ملی به منظور بررسی روند تسلیمی فاز اول پروژه کانال قوش تپه به اداره امور، در وزارت زراعت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۵۰
Background image

برای ده تَن دهقان در ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ ماش و کودکیمیاوی توزیع شد

۱۸ جوزا ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت ولایت بلخ، در همکاری موسسه «W.H.H»، برای ده تَن از دهاقین در ولسوالی چهاربولک ولایت بلخ ماش و کودکیمیاوی توزیع نموده است.
برای هر. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۳:۴۶
Background image

راه‌اندازی کمپاین مبارزه با آفات نباتی در ولایت بامیان

۱۸ جوزا ۱۴۰۵
۲۲ ذُوالحجّة ۱۴۴۷ هـ.ق
کارمندان حفاظه نباتات و قرنطین ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت بامیان کمپاین مجادله کیمیاوی علیه آفات نباتی را در ساحات مرکز بامیان راه‌اندازی. . .

بازگشت به خبرها